واشنګټن( ۱۷ کب ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان نه د متحده ایالتونو د وتو د څرنګوالي په رابطه د کانګریس د بهرنیو اړیکو کمیټې ته د اسنادو په سپارلو سلا شوی دی
د رویترز خبري اژانس د کانګرس د بهرنیو چارو د کمیټې د مشر مایکل میککل له قوله خبر ورکړی چې دغې کمیټې د پنجشنبې په ورځ له بلینکن نه د پوښتنو لپاره بلل شوې غونډه هم ځنډولې ده.
میککل وایي بلنکن د چهارشنبې په ماښام د اسنادو د ښودو ډاډ ورکړی دی.
میککل دا مهم اسناد بللی:” موږ به په دغو اسنادو کې د خپلو پلټنو لپاره مهم اطلاعات ومومو”.
میککل تیره اونۍ خبرداری ورکړی وو چې د کانګریس د بهرنیو چارو کمیټه به د مارچ په اوومه د بلینکن د استماع لپاره غونډه وکړي. د غونډې دلیل دغې کمیټې ته له احضار نه د بلنکن پرله پسې انکار بلل شوی وو. د کانګریس د بهرنیو چارو کمیتې بلنکن په تیره جولای کې احضار کړی وو.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم ویلي چې دوی د دغې لانجې د حل لپاره د کانګریس د بهرنیو اړیکو له کمیټې سره په رابطه کې دي.
د غه کميټه له څو میاشتو راهیسې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان نه د وتو په رابطه د لا زیاتو اسنادو د راټولولو هڅه کوي.
جمهوری غوښتونکي او ورسره ځینې دموکراتان وایي تر اوسه له افغانستان نه د وتو د بهیر د څرنګوالي په رابطه چې ۱۳ پوځیان پکښې ووژل شول، بشپړ رپوټ چمتو شوی نه دی.
بل خوا د بهرنیو چارو وزارت وایی دغې کمیټې ته یې زرونه پاڼې اسناد سپارلي او ورسره یې متن ته د اړول شویو مرکو په رابطه شاهدان هم حاضر کړي دي.