Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    شنبه, ۳ جوزا, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»ورزش»کرکټ: د سریلانکا پر وړاندې له ماتو وروسته پر ملي لوبډلې نیوکې ډېرې شوې

    کرکټ: د سریلانکا پر وړاندې له ماتو وروسته پر ملي لوبډلې نیوکې ډېرې شوې

    افغانستان همدا میاشت، له شري‌لنکا، لومړی په تسټ او بیا د یوه ورځینو لوبو په لوبلړۍ کې ماته وخوړه.
    کوبها نیوزکوبها نیوزدلو ۲۹, ۱۴۰۲03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    کابل( ۲۹ سلواغه ۱۴۰۲ کوبهانیوز) د کرکټ ملي لوبډله، دا ورځې د خپلو مینه‌والو له پراخ غبرگونو سره مخ ده. په خواله رسنیو کې دا نېوکې د شري‌لنکا پر وړاندې له پرلپسې ماتو وروسته ډېرې شوې دي.

    افغانستان همدا میاشت، له شري‌لنکا، لومړی په تسټ او بیا د یوه ورځینو لوبو په لوبلړۍ کې ماته وخوړه.
    افغانستان د فبرورۍ پر ۱۴مه چې، د مینانو نړۍ‌والې ورځې سره برابره وه له شري‌لنکا په لوړ توپیر لوبه وبایلله. مدني فعال میرویس امرخېل د دغه ماتې په غبرګون پر خپل فسبوک‌پاڼه ولیکل چې”د زړه خوراک او میراثیانو ورځ مو مبارک شه. ”

    د نوموړي دا طنز ښايي د فسبوک کاروونکو هغوو تبصرو ته اشاره وي، چې، ګواګې ملي لوبډلې ته ځینې لوبغاړي د روابطو پر بنسټ انتخابېږي.

    د کرکټ بل مینه‌وال اکمل ظاهر ترکي بیا د کرکټ بورډ پر مشرتابه نېوکه کړې. هغه د طنز په ډول لیکلي: “دا د کرکټ بورډ مشرتابه او لوبغاړي، ترڅو چې خلک ورته کنځل ونه کړي نه ځي…څه ثابتول غواړي؟.”

    په تبعید که افغان ژورنالیست سعید شینواری له دې امله چې د لوبډلې یو تن غړی وفادار مومند لوبې ته په پرلپسې ډول نه غوره کیږي، هغه ته په خطاب کې وايي: “دا ځل چې راستون شوې، کرارې ولاړ شه په کور کېنه.”

    د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې تر پرلپسې ماتو وروسته پر طنز سربېره نور پراخ غبرګونونه هم وو.

    خبریال او د کرکټ څارونکي جعفر هاند په خپله فیسبوک پاڼه د شنبې ورځې پر لوبه “افغانستان بیا وبایلله” په عنوان تبصره کې وايي: ” لوبه مو په بیټینګ وبایلله. ټول لوبغاړي پکې یو ډول مسئول دي، خو ډېر مسئولیت پکې ګربز، ګلبدین او نجیب ته باید راجع شي. دوی دریو واړو داسې حالت کې ځانونه اوټ کړل، چې تر منډو پکې درېدو او لوبې غځېدو ته ډېره اړتیا وه. ” هاند لیکلي، هېڅ لوبغاړي د ابراهیم ځدراڼ په څېر مسئولیت ادا نه کړ او ژر اوټ شول، خو نېوکه لري چې ځدراڼ هم په وروستي اور کې بریا ته پاتې ۱۱ منډې پوره نه‌شوای کړای.

    افغانستان له شري‌لنکا سره وروستۍ لوبه د څلور منډو په توپیر وبایلله. کپټان ابراهیم ځدراڼ یواځینی لوبغاړی و چې تر پنځوسو ډېرې منډې یې وکړې.

    ژورنالیست او څارونکی اکرام الله اکرام وايي: ” زموږ کپتان صیب څه غوښتل!؟ همدا چې ناټ اوټ پاتې شي؟دا خو د بایللو لوبه نه وه.له اوپنینګ راووځه او تر اخره په ویکټ ولاړ پاتې شه خو په شپږو بالونو یوولس منډې درنه نه کیږي. دا خو بیخي بې خونده کرکټ دی.”

    کرکټ بورډ تراوسه د دې نیوکو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    طالبان د کوکنارو له منځه وړو کې له ولسي مقاومت سره مخ دي

    کوبها نیوزثور ۱۵, ۱۴۰۳

    د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نړیوال جام ته لاره پیدا کړه

    کوبها نیوزثور ۹, ۱۴۰۳

    افغانستان او قرغزستان د نړیوال جام سیالیو ته د لار موندلو لپاره سره سیالي کوي

    کوبها نیوزثور ۷, ۱۴۰۳

    اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي

    کوبها نیوزسرطان ۱, ۱۴۰۳

    فطرت: د افغانستان هوايي حریم د امریکا په کنټرول کې دی

    کوبها نیوزحوت ۱۶, ۱۴۰۲

    ګراهام: امریکا باید په افغانستان کې د داعـ.ـ.ش خراسان څانګې پر مرکزونو بریدونه وګړی

    کوبها نیوزحمل ۶, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.