د امریکا یوه وتلي سناتور لینسي ګراهام پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، “وړاندې له هغې چې ډیر ناوخته شي، امریکا باید په افغانستان کې د داعـ.ـ.ش خراسـ.ان څانګې پر مرکزونو بریدونه وکړي او د دې ډلې عملیاتي وړتیا وځپي”.
له دې وړاندې پرون د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس، مک کال هم له افغانستان نه د امریکا د امنیت او ګټو پرضد د داعـ.ش خطر ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د دې ډلې د خراسان څانګې وروستیو فعالیتونو ته په کتو، کولی شي امریکا ته هم خطر پیښ کړي.
خو د ط.ـالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد دغو اندیښنو ته په تازه غبرګون کې ویلي چې داعـ.ـش ډله په افغانستان کې ځپل شوې او دوی به اجازه ور نه کړي چې د افغانانو او بهرنیو هیوادونو په وړاندې امنیتي ګواښونه جوړ کړي.
شنبه, ۸ جدی, ۱۴۰۳
وروستي مطالب:
- اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
- د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
- بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
- حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
- جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
- قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل