Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»رپوټونه او فیچرونه»ګوترش: منځنی ختیځ د بشپړې ویجاړوونکې جګړې له خطر سره مخ دی

    ګوترش: منځنی ختیځ د بشپړې ویجاړوونکې جګړې له خطر سره مخ دی

    د ملګرو ملتو عمومي سرمنشي انتونیو ګوتېرېش له ایران او اسرايیل غوښتي چې د تاوتریخوالي له ډېرولو ډډه وکړي او له زغمه کار واخلي.
    کوبها نیوزکوبها نیوزحمل ۲۷, ۱۴۰۳02 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    Photo UN
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    واشنګټن ( ۲۷ وری۱۴۰۳کوبهانیوز): د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د امنیت شورا بېړنۍ غونډې کې خبرداری ورکړ چې، منځنی ختیځ د یوې ویجاوړنکې جګړې له خطر سره مخ دی.

    د م م د امنیت شورا دا بيړنۍ غونډه پر اسراییل، د ایران تر غندویي برید وروسته، د اسرائیلو په غوښتنه بلل شوې‌ ده.

    ګوتېرېش په دې غونډه کې له ټولو خواوو وغوښتل چې، په منځي ختیځ کې د ترينګلي حالت د مخنیوي لپاره جدي اقدام او هلې ځلې وکړي.

    انتونیو ګوترش وویل: ” دمنځني ختیځ خلک د یوې پراخې جګړې له اصلي خطر سره مخامخ دي، ایران او اسرايیل دې له تاوتریخوالي ډېرولو ډډه وکړي او له زغمه دې کار واخلي.

    په ملګرو ملتونو کې د اسراییل سفیر ګلاد اردان د ایران سپاه پاسداران د یوه ترهګر سازمان په توګه یاد کړ او یادونه يې وکړه چې بايد د هغې پر وړاندې اقدام وشي.

    Photo UN .په م م کې د اسراییل استازی، د م م د امنیت شورا غونډې ته د وینا پر مهال

    اردان په خپلو خبرو کې ایران د حزب الله په ګډون په منځني ختیځ کې د وسله والو ډلو پر ملاتړ تورن کړ .

    بل خوا په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر سعید اېروانی پر اسراییل د تهران وروستی برید د ځان دفاع په عنوان یاد کړ.

    هغه وويل: “ایران په سیمه کې د کړکېچ په لټه کې نه دی او نه هم د کړکېچ د پراخولو هڅه کوي.”

    Photo UN .په م م کې د ایران استازی، د م م د امنیت شورا غونډې ته د وینا پر مهال

    د یکشنې په ورځ ایران پر اسراییل د لرې واټن د توغنديو او ځانمرګو ډرون الوتکو برید وکړ.
    د ایران نیمه دولتي رسنۍ، تسنیم د دغه هېواد د پوځي چارواکو له خولې ویلي و، چې پر اسرائیلو د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو لومړی هدف یوازې پوځي مرکزونه دي.

    د اسرائیلو د پوځ ویاند تایید کړه، چې ایران له دوو سوو ډېر بې پیلوټه ځانمرګې الوتکې، کروز او بالستیک توغندي پر اسرايیل ورتوغولي دي. هغه ادعا وکړه چې د دغو توغندیو او بې پیلوټه الوتکو یوه لویه برخه اسرائیلو ته له رسیدو مخکې د اسرائیلو له فضا څخه بهر راغورځول شوي.

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    پاکستان شمالي وزیرستان کې عملیاتو ته تیاری نیسي

    کوبها نیوزثور ۲۸, ۱۴۰۳

    کابل ته پاکستانى پلاوى راغلى, په سوداګرۍ به خبرې سه شنبې پيل شي

    کوبها نیوزحمل ۶, ۱۴۰۳

    پاکستان ته یوه میاشت کې درې میلیارد ډالره پاکستانیانو استولي

    کوبها نیوزحمل ۲۳, ۱۴۰۳

    خبریالانو مرکز: افغانستان کې د رسنیو ازادۍ وضعیت اندېښمنوونکی دی

    کوبها نیوزحوت ۲۷, ۱۴۰۲

    امریکا کې میشت افغانان: د اختر په لمانځلو کې زموږ دود د نورو مسلمانانو لپاره بیلګه دی

    کوبها نیوزحمل ۲۴, ۱۴۰۳

    د غلام‌خان بندر لار د سوداګرۍ پرمخ خلاصه شوه

    کوبها نیوزحمل ۲, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.