کابل( ۱۸ کب ۱۴۰۲): افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د (یوناما) مشرې روزا اتنبایوا وویل: ” په داسې حال کې چې موږ سږ کال د ښځو نړیواله ورځ لمانځو، نړیوال شعار یې ‘پرښځو پانګونه وکړئ’ دی او دا باید یوه داسې شیبه وي چې دلا ډیرې پرمختیا د پیل کولو لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړو.”
اوتنبایوا زیاته کړه: ” دا بیا زړه بوږنونوکې ده چې موږ یې په افغانستان کې دقیقا برعکس حالت وینو: یوه قصدي او ناورین زیږوونکې پانګونه چې ښځو او نجونو ته د پام وړ زیان رسوي او یوازې د تلپاتې سولې او سوکالۍ پر وړاندې خنډونه رامینځته کوي.”
د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې، واکمنو ط.الب چارواکو، منځنیو او لوړو زده کړو ته د لاس سري په ګډون د ښځو او نجونو پر ډیرو لومړنیو آزادیو یو لړ محدودیتونه وضع کړي چې دندو ته د دوی لاسرسی یې اغیزمن کړی او له کوره بهریې ددوی د تګ راتګ پر ازادۍ محدودیت لګولی.
یوناما د واکمنو چارواکو له خوا د اسلامي جامو د فرمان د نه مراعاتولو په تور د وروستيو ځپونکو کړنو په اړه ویره څرګندوي چې د خپل سري نیول کیدو د ویرې له امله میرمنې لا نورې انزوا او ګوښیتوب ته اړباسي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې ځانګړې استازې الیسون ډیویډیان وویل: ” د افغان ښځو او نجونو لپاره فضا په اندیښمنوونکي چټکۍ سره د تنګیدو په حال کې ده او په دې توګه د جګړې، بې وزلۍ او انزوا له یوې ناوړه دورې څخه د افغانستان د وتلو چاره ستونزمنه کیږي.”
” د افغان ښځو او نجونو وضعیت مسله باید د نړیوالو اندېښنو او اقداماتو په مرکز کې ځای ولري. په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه یوه نړیواله جګړه، او په هر ځای کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه ده. هغه څه چې موږ یې کوو – یا یې په کولو کې پاتې راغلي یو – د افغان ښځو او نجونو لپاره یوه ازموینه ده او د نړیوالې ټولنې په توګه موږ د دې حق لپاره ولاړ یو.”
د واکمنو چارواکو له خوا لګول شوي محدودیتونه د بشري حقونو له هغو مکلفیتونو سره په ټکر کې دي چې پر افغانستان یې د یوه غړي دولت په توګه عملي کیدل الزامي دي.
شنبه, ۱۵ جدی, ۱۴۰۳
وروستي مطالب:
- اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
- د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
- بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
- حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
- جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
- قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل