په عصري ټکنالوژۍ سمبال دغه چیپ د پنځو سر په سر اېښودل شویو سکو په اندازه دی چې د خورا پیچلو عملیاتو په پایله کې د انسان په مغز کې ځای پرځای شوی.
دا وسیله له هغو ناروغانو سره مرسته کوي چې په دواړو لاسونو او پښو شل دي.
د دې وسیلې په واسطه ناروغ انسان کولای شي چې د خپل فکر له لارې روباټیک لاسونه او پښې کنترول کړي.
ایلان ماسک له دې نادر اقدام وروسته پرخپله (ایکس پاڼه) لیکلي چې د دې عملیاتو لومړنۍ پایلې مثبتې وې او هغه کس چې دا وسیله یې په مغز کې ځای پرځای شوې، وضعیت یې مخ په ښه کېدو دی.
د امریکا د خوړو او درملو ادارې نیورالینک شرکت ته تېر کال اجازه ورکړه چې، د انسان په مغزو کې د کمپیوټري چیپ ایښودلو ازموینه ترسره کړي.
خو د ایلن ماسک نیورالینک یوازینی شرکت نه دی چې د انسان له مغزو سره د کمپیوټر د نښلولو په برخه کې څېړنې کوي. استرالیایي شرکت (Synchron) هم په ورته چاره بوخت دی، خو د مغزو دننه د چیپ د ځای پر ځای کولو طریقې برعکس، د سنکرون له خوا جوړه شوې وسیله د انسان د سر جراحۍ ته اړتیا نه لري.
ویل کیږي ښاغلی ایلان ماسک غواړي په دې برخه کې له یاد شرکت سره ګډ کار وکړي.
خو له دې سره هممهاله یوشمیر څیړونکو په دې برخه کې د احتیاط غوښتنه کړې او وایي دا حتمالي ناوړه پایلو د مخنیوي لپاره باید په دې برخه کې لا زیاتې څیړنې وشي.