لندن:(۱۵کب ۱۴۰۲) د ۲۰۲۳ کال د سنوکر يوه تجارتي لوبلړۍ کې تر ماتې وروسته یې پر فسبوکپاڼه ولیکل:” زه به د بریاوو لپاره بېرته راستون شم”.
دا ورځې چې، روني اسالیوان د ۴۸ کلنۍ په درشل کې و، په نړۍ کې يې ځینو مینهوالو انګېرله چې ګواکې هغه ښايي نور له لوبېدو لوېدلی؛ خو له ياد لوبلړۍ نږدې میاشت وروسته د “انګلیستان سنوکر اتلولۍ جام۲۰۲۴ “کې راڅرګند شو او دا جام يې په خپل نوم کړ.
په دې بریا سره هغه د اتم ځل لپاره د ” انګلستان سنوکر اتلولۍ جام” ګټوونکی شو.
دا لوبې د تېر میلادی کال ډېسمبر کې د سنوکر د ۱۶ نړیوالو مشهور لوبغاړو په برخې اخیستې سره پيل شوې وې چې په پایلوبه کې يې اسالیوان خپل چنايي سیال دینگ جینهوی ته ۱۰ د ۷ په مقابل کې ماته ورکړه.
۱۲۳۰ بریکه۱۰۰
روني اسالیوان له کوچنیوالي سنوکر کوي. هغه په دې وروسته کلونو کې د ښه لوبېدو له امله د The Rocket لقب خپل کړی.
نوموړی د ۱۰ کلونو کې چې، د خپل هېواد انګلیستان په يوه تورنمنټ کې يې په يوه بریک (یو ځل) کې ۱۰۰ نمرې واخیستې؛ خو وروسته کلونه هغه په یو بریک ۱۴۷نمبرو پوره کولو ډېر مشهور شو.
که د سنوکر د هرې سرې دانې وروسته یو ځل توره دانه او بیا يو تر بل پسې رنګه دانې پاټ (اچول) شي؛ نو ټولې ۱۴۷ نمبرې کېږي. دا په سنوکر کې تر ټولو ستونزه کار دی؛ خو اسالیوان په دې مشهور دی چې، په ډېرو لوبو کې يې په يوه بریک (یو ځل ) ۱۴۷ نمرې ترلاسه کړي.
روني اسالیوان چې، اوس ۴۸ کلن دی، د خپلو ټولو لوبو له ډلې يې په ۱۲۳۰ لوبو کې په یو بریک سل نمرې اخیستي.
اتلوالۍ
رواني اُسالیوان په ۲۰۰۱، ۲۰۰۴، ۲۰۰۸، ۲۰۱۲، ۲۰۱۳ , ۲۰۲۰، ۲۰۲۲ کلونو کې د سنوکر نړۍوالې جامونو اتلوالې ګټلي. همداشان يې د سنوکر نړۍوالو فدراسیون ۱۱ قهرمانۍ او د بېلابېلو هېوادونو په تورنمنټونو کې يې د لسګونه لوبو په ګټلو سره ټولټال ۷۶ اتلوالۍپه خپل نوم ثبت کړي.
شخصي ژوند
روني اسالیوان په کال ۱۹۷۵ د انګلیستان په Chigwell Essex کې زېږدلی دی. هغه له ماشومتوبه سنوکر کوي؛ خو په دې برخه کې يې په ۱۰ کلنۍ کې نړۍوال شهرت پيدا کړ.
د ۲۰۱۲ کال د سنوکر نړۍوالې اتلوالۍ تر ګټلو وروسته يې د یو کال په موده کې هیڅ لوبه وکړه؛ خو په ۲۰۱۳ کې يې بیا ځل د سنوکر نړۍوال اتلوالي په خپل نوم کړه او لا تر تراوسه لوبېږي.
روني پر سنوکر سربېره د کور په اشپزۍ او رمان لیکنه هم مشهور دی. نوموړي د Double Kiss, Framed, The Break په نومونو کتابونه هم لیکلي.
روني اسالیوان واده کړی او درې اولادونه لري.