Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    دوشنبه, ۱۹ جوزا, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»کابل ښاریان : د کورونو مخې ته لګول شویو امنیتي کمرو راته ستونزې جوړې کړې

    کابل ښاریان : د کورونو مخې ته لګول شویو امنیتي کمرو راته ستونزې جوړې کړې

    یو کال وړاندې د طالبانو د حکومت کورنیو چارو وزارت د ښار په واټونو او کوڅو کې د امنیتي کمرو د نصبولو پروګرام پیل کړ او ښاریان یې اړ کړل چې، د خپلو کورونو مخې ته کمرې ولګوي او ساتنه یې وکړي.
    کوبها نیوزکوبها نیوزحمل ۶, ۱۴۰۳03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    کابل (کوبها نیوز) – دا مهال د کابل ښار په ځينو سيمو کې په هره کوڅه کې امنيتي کمرې ليدل کېږي او وسله وال طالبان وايي، چې د دې کمرو نصبول يې د هېوادوالو د امنیت خوندیتابه د هڅو يوه برخه ده.
    خو کابل ښاریان شکایت کوي چې، په اوسني ناوړه اقتصادي وضعیت کې د اوږد مهال لپاره د دغو کمرو اخیستل او ساتل د دوی له توان پورته دي.
    د کابل زاړه ښار يوه اوسېدونکي چې په همدې سيمه کې د اچارو او حليم پلورنځي لري، کوبها نيوز ته وويل، چې د یوې کمرې په اخیستلو او ساتلو په میاشت کې درې زره افغانۍ لګښت راځي.
    « زموږ د سیمې خلکو حوزی ته د جرمونو په اړه شکایت وکړ، دوه میاشتې وړاندې د حوزې قوماندان راغی او راته یې وویل چې د حویلۍ پر دوازه دوه امنیتي کمرې نصب کړم. ما ورته وویل چې لومړی زه د کمرې او سیسټم د اخستلو توان نه لرم، اوس بریښنا نشته او دا کمرې څنګه فعاله وساتو؟ لنډه دا چې دوی کمرې او د سولر سیسټم می واخیست، او اوس موږ د کمرو د تلویزیون او تجهیزاتو د ساتلو لپاره یوه کوټه جلا کړې.»

    د کابل ښار د ده افغانانو سیمې اوسېدونکې شيرين کوبها نیوز ته وويل، چې د کیمرو په لګولو سره ډله ييزې غلاوې کمې شوې، خو د ده په وينا، جنايي ډلې ځان له وضعیت سره برابروی او اوس له کورونو لرې په داسې ځايونو کې غلاوې کوې چې کیمره نه وی.

    ” کېمرو تر یوه حده د غلو مخه نیولې ده، که څه هم تر اوسه مو نه دي اوریدلي چې د چا غلا شوې وي او بېرته ورته ورکړل شوې وي، خو ښه ده، له دې کمرو څخه د غلو سترګې سوځي او د چا لاره نه نیسي. لکه څنګه چې پخوا یې په رڼا ورځ غلا کوله.”
    د کابل د قلعه زمان خان اوسېدونکی صابر وايي، چې د دوی د کور پر دروازې د امنیتي کمرې نصبول د ده او د کورنۍ لپاره ستونزي جوړی کړی
    « دا کمرې زموږ لپاره د سر درد ګرځېدلی دی، څو ورځې وړاندې کله چې ماښام مهال کور ته را روان وم، دوه کسانو چې مخونه یې پټ کړي وو، پر لاره یی ودرولم او خبرداری یې راکړ، چې که طالبان موږ ته کومه ستونزه جوړه کړي، ته به یې مسوول یی، د حوزی پولیس هم هر دوه ورځې وروسته راځي او د کمرې عکسونه ګوري. ښايي غله به یوه ورځ زموږ لپاره ستونزه جوړه کړي، ځکه دوی فکر کوي چې موږ له حوزی سره همکاري کوو.»

    یو کال وړاندې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د کورونو مخې ته د امنیتي کمرو د نصبولو پروګرام پیل کړ او له خلکو یې وغوښتل چې د سیمی د امنیتی حوزی د نقشې له مخې دی د خپلو کورونو مخې ته کمرې نصب کړي.
    د طالبانو حکومت د کورنیو چارو زوارت ویاند، عبدالمتین قانع که څه هم په شخصي کورونو د نصب شویو کمرو دقیق شمیر نه په ګوته کوی، خو ادعا کوي چې د کورنیو چارو وزارت د کابل د دروازو په ګډون، په ټول ښار کې ۶۲ زره امنیتي کمرې نصب کړي دي.

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    قزاقستان او افغانستان د ریل پټلې د نوې شبکې پر جوړولو خبرې کړې دي

    کوبها نیوزثور ۵, ۱۴۰۳

    عشق‌اباد کې د افغان توکو نندارتون په پرانېستل کېدو، د افغان ـ ترکمن سوداګرۍ کنفرانس پيل شو

    کوبها نیوزحوت ۱۴, ۱۴۰۲

    د ملګرو ملتونو ګزارشګر: د ښځو او نجونو د حقونو نفی کول د طالبانو د سیاست برخه ګرځي

    کوبها نیوزثور ۱۲, ۱۴۰۳

    د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نړیوال جام ته لاره پیدا کړه

    کوبها نیوزثور ۹, ۱۴۰۳

    قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل

    کوبها نیوزجوزا ۱۴, ۱۴۰۳

    پاکستان ته یوه میاشت کې درې میلیارد ډالره پاکستانیانو استولي

    کوبها نیوزحمل ۲۳, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.