Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»روسیه د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د نوم پر ایستلو غور کوي

    روسیه د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د نوم پر ایستلو غور کوي

    روسیه لومړنی هیواد و چې واک ته د طالبانو بیا رسیدو وروسته یې په افغانستان کې خپل سفارت پرانیستی وساته او له طالبانو سره یې تعامل ته دوام ورکړی دی.
    کوبها نیوزکوبها نیوزحمل ۱۳, ۱۴۰۳03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    مسکو (کوبها نیوز): د روسیې د بهرنیو چارو او د عدلیې وزارتونه په یوه داسې پلان کار کوي چې پر اساس به یې مسکو طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه وباسي او د طالبانو د حکومت پر چارواکو به ځینې بندیزونه لرې کړي.

    روسي مجلې (Газете.Ru) د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د سرچينو له قوله ليکلي، چې د بهرنيو چارو وزارت او د عدليې وزارت اوس پر دغه پلان کار کوي او که نهايي شي، د طالبانو نوم به د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه  وویستل شي.

    دغې سرچینې روسي مجلې ته ویلي: “د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو تر څنګ د روسیې د حکومت یو شمېر نورې ادارې هم د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د نوم د ایستلو پر پلان کار کوي، خو په دې اړه وروستۍ پرېکړه به د روسیې د حکومت رهبری کوی.”

    روسیې په ۲۰۰۳ کال کې وروسته له هغی طالبان د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړل چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو نظامي کړنې او فعالیتونه تروریستي اعمال وبلل.

    د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف د دوشنبې په ورځ (اپریل لومړۍ) روسي رسنیو ته وویل چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د حکومت چارواکو ته بلنه ورکړې چې د اسلامي نړۍ په سرمشریزه کې چې د مسکو په کوربه توب ترسره کیږی ګډون وکړي.

    د روسیه بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف او د مسکو فارمټ په ناسته کې طالب استازی ۲۰۱۸ کال د نومبر ۰۹ (Sefa Karacan – Anadolu Agency)

    د اسلامي نړۍ سرمشریزه د روسيې په کوربه توب د روان کال د مې د مياشتې له ١٤مې نيټې څخه تر ١٩مې نيټې پورې د روسيې په کازان ښار کې جوړيږي او په لړ کې یی د اسلامي هېوادونو د حالاتو، د دغو هېوادونو ترمنځ پر همکاریو، په تېره بيا د غزې د حالاتو په اړه به خبرې اترې وشي.

    کابلو ویلی، روسیه او طالبان په منظم ډول د ترهګرۍ ضد فعالیتونو په برخه کې سره په اړیکه کې دي، خو نوموړي د دې همکارۍ د مشخصو مواردو یادونه ونه کړه.

    په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا راستنیدو سره، روسیه یو له هغو څو هېوادونو څخه وه، چې په افغانستان کې یې خپل سفارت پرانیستی وساته.

    خو مسکو په پرله پسې ډول ټینګار کړی چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو ته اوږده لاره پاتې ده.

    د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ۱۴۰۲ کال د دلو په ۱۴ په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې مسکو به د طالبانو حکومت تر هغه په ​​رسمیت ونه پیژني تر څو چې د بشري حقونو او د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو په برخه کې خپل سیاسي مکلفیتونه نه وي پوره کړي.

    معلومه نه ده چې روسیې ولې په ناڅاپي توګه د ترهګرو له نوملړ څخه د طالبانو د نوم د ایستلو په اړه غور پیل کړ، خو ظاهراً تېره اوونۍ په مسکو کې د کنسرت پر تالار د داعش ډلې برید روسیه دې ته اړ کړه چې د داعش پر وړاندې جګړه کې د طالبانو همکاري ترلاسه کړي او په دی برخه کې د طالبانو حکومت ته ځینو امتیازونه ورکړئ.

    افغانستان، روسیه طالبان، طالبان،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    طالبانو حکومت: د بدخشان کروندګرو ژمنه وکړه چې د کوکنارو د له منځه وړلو مخه به نه نیسي

    کوبها نیوزثور ۱۸, ۱۴۰۳

    د مسلمانانو نړیوال لیګ: طالبان اسلامي نړۍ کې خپل باور له لاسه ورکوي

    کوبها نیوزحمل ۱۵, ۱۴۰۳

    یو افسانوي تخیل، چې د ټکنالوژۍ په مټ په واقعیت بدل شو

    کوبها نیوزدلو ۲۱, ۱۴۰۲

    عزیزي: عشق‌اباد له کابل سره د سوداګرۍ ډېرېدو ته لېوالتیا لري

    کوبها نیوزحوت ۱۳, ۱۴۰۲

    د ترکیې محلي ټاکنو کې دوه افغانان د ښاروالیو څوکیو ته ولاړ دي

    کوبها نیوزحمل ۳, ۱۴۰۳

    د پاکستان دفاع وزیر: « ترهګر له افغانستان څخه راځي»

    کوبها نیوزحوت ۲۷, ۱۴۰۲

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.