Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    شنبه, ۱۷ جوزا, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»د مسلمانانو نړیوال لیګ: طالبان اسلامي نړۍ کې خپل باور له لاسه ورکوي

    د مسلمانانو نړیوال لیګ: طالبان اسلامي نړۍ کې خپل باور له لاسه ورکوي

    "د نړۍ د مسلمانو لیګ عمومي منشي او د اسلامي نړۍ د علماوو د سازمان مشر، محمد العسيس مخکې هم د ښځو د حقونو د محدودولو او ښوونځيو ته د نجونو د تګ منع کولو په تړاو د طالبانو پرېکړې د اسلامي اصولو خلاف بللې وې".
    کوبها نیوزکوبها نیوزحمل ۱۵, ۱۴۰۳03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    کابل (کوبها نیوز) – د اسلامي نړۍ د علماوو د لیګ عمومي منشي او د اسلامي نړۍ د علماوو د سازمان مشر محمد العیسیٰ په یورو نیوز کې په یوه مفصله مقاله کې د طالبانو د حکومت پرېکړې ننګولې او د طالبانو ځینې کړنې یې له اسلامي اصولو سره په ټکر کې بللې دي.

    د اسلامي نړۍ دغه عالم په خپله مقاله کې وایي، چې طالبانو له پیله له نړۍ سره تعامل ته تمایل نه درلود، خو په خپلو اسلام ضد پرېکړو سره په اسلامي هېوادونو او اسلامي نړۍ کې هم خپل باور له لاسه ورکوي.

    نوموړي د سعودي عربستان په مکه مکرمه کې د تېرې اونۍ د دیني عالمانو غونډې ته هم اشاره وکړه، چې د افغان علماوو په ګډون د ټولې نړۍ دیني عالمانو پکې ګډون کړی و، خو طالبانو ته پکې د ګدون بلنه نه وه ورکړل شوې.

    د اسلامي نړۍ د ټولنې عمومي منشي د طالبانو له خوا له شپږم ټولګي څخه پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو پریکړه جنسیتي تبعیض ګڼي او ټینګار کوي چې ښوونه او روزنه غربي ارزښت نه دی، بلکې د اسلام تعریف شوي اصول دي: «د طالبانو جنسیتي اپارتاید اوس هم اپارتاید ګڼل کیږي. هغه څه چې طالبان غربي ریښې ور کوي او فکر کوي غربي ارزښتونه دي، په حقیقت کې په اسلام کې ریښې لري او د اسلام د تاریخي ارزښتونو یوه برخه ده.”

    د اسلامي نړۍ دغه عالم له کار څخه د ښځو منع کول د پیغمبر ص د سنتو خلاف ګڼي او ټینګار کوي چې په اسلام کې ښځې او نارینه مساوي فکري ظرفیت لري او په قرآن کریم کې هیڅ ځای هم د انسان عقلانیت د هغه د جنس پر بنسټ نه دی ټاکل شوی.

    نوموړی د طالبانو نوم د هغوی له کړنو سره په ټکر کې ګڼي او وايي، چې د طالب کلمه عربي ریښه لري او د علم د غوښتونکي په معنا ده، خو طالبان برعکس د نورو د علم مانع شوي دي.

    د اسلامي نړۍ دغه عالم په داسې حال کې د نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو د حکومت پر کړنلارې او پرېکړو نیوکه کوي، چې له شپږم ټولګيو پورته ښوونځيو پر تړل کېدو څه باندې ۹۰۰ ورځې او د پوهنتونونو پر تړل کېدو شاوخوا شپږ میاشتې تېریږي.

    که څه هم د طالبانو حکومت وايي چې ښوونځيو او پوهنتونونو ته د نجونو د تګ د منع کولو پرېکړه دايمي نه ده او د شرعي چوکاټ په برابرولو سره به يې ښوونځي او پوهنتونونه پرانستل شي، خو تر اوسه په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دى شوى.

    افغانستان، طالبان، طالبانو سره تعامل،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل

    کوبها نیوزجوزا ۱۴, ۱۴۰۳

    پر اسرائیلو د ایران د توغندیو او ډرون بریدونو وروستی جزیات

    کوبها نیوزحمل ۲۶, ۱۴۰۳

    مایکروسافټ اعلان وکړ چې د GPT-4 ټربو ماډل اوس د Copilot وړیا کاروونکو په خدمت کې دی.

    کوبها نیوزحوت ۲۳, ۱۴۰۲

    طالبانو حکومت: د بدخشان کروندګرو ژمنه وکړه چې د کوکنارو د له منځه وړلو مخه به نه نیسي

    کوبها نیوزثور ۱۸, ۱۴۰۳

    روسیه: غواړو له طالبانو سره پر یو لړ مهمو مسایلو خبرې وکړو

    کوبها نیوزحمل ۱۴, ۱۴۰۳

    طالب چارواکي: جوزجان کې د مهماتو یوه زېرمه کشف شوې

    کوبها نیوزحمل ۶, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.