Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    دوشنبه, ۱۹ جوزا, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»رپوټونه او فیچرونه»طالبانو ددوو ګوندي رسنیو خپرونې بندې کړې

    طالبانو ددوو ګوندي رسنیو خپرونې بندې کړې

    "دا ډېر سیاسي تصمیم دی. طالبان د سیاسي ګوندونو ترڅنګ ددوی رسنیز فعالیتونه محدودوي او یا یې بندوي". د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) رییس
    کوبها نیوزکوبها نیوزحمل ۲۸, ۱۴۰۳02 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    کابل (کوبها نیوز)- طالبانو د “نور” او “بریا” ټلویزیونونو پر خپرونو بندیز ولګاوه.

    د طالبانو د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون وایي، چې د نور او بریا تلویزیونو دوسیې محکمې ته وړاندې کوي او تر هغه به ددواړو تلویزیونونو خپرونې بندې وي.

    ‏د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مشرۍ د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون د سه شنبې ورځې په ناسته کې “بریا” او “نور “ټلویزیونونه په قومي او ژبني تعصب تورن کړل او وایي، خپرونې یې د ملي او اسلامي ارزښتونو خلاف دي.

    په دغه کمیسیون کې د ازادو رسنیو استازو حفیظ الله بارکزي او د طلوع نیوز رییس ذبیح الله سادات له دې پرېکړې وروسته رسنیو ته وویل چې دغو دوو ټلویزیونونو دوسیې یې د ژورناليستيکي اصولو د نه مراعاتولو، ملي او اسلامي ارزښتونو په پام کې نه نیولو او قومي، ژبنيز او سمتي تعصب ته د لمن وهلو له امله محکمې ته راجع کړې دي او د محکمې تر پرېکړې به د دغو تلویزیونونو خپرونې بندې وي.

    بریا د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي او نور د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي اړوند تلویزیونونه دي. دغه دوه ګوندونه خپلو کې پخوانۍ سیاسي تربګنۍ او مخالفتونه لري.

    د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) مشر حامد عبیدي کوبها نیوز ته وویل چې د طالبانو دغه تصمیم ډېری سیاسي اړخ لري، ځکه دې ادارې تېره اونۍ اعلان وکړ چې افغانستان کې سیاسي ګوندونه فعالیت نه شي کولای.

    “زه فکر کوم طالبان لېوالتیا نه لري هغو رسنیو ته چې سیاسي یا هم حزبي رسنۍ وي او پخوا یې د مشخص حزب لپاره فعالیت کاوه، د هغوی فعالیت ته اجازه ور کړي. زه فکر کوم دا ډېر سیاسي تصمیم دی. طالبان د سیاسي ګوندونو ترڅنګ ددوی رسنیز فعالیتونه محدودوي او یا یې بندوي”.

    طالبانو په دې وروستیو کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند دفتر، روغتون او ځینې فعالیتونه بند کړل او د عدلیې وزیر یې اعلان وکړ چې ټول سیاسي ګوندونه لغو شوي او هر ډول فعالیت یې جرم دی.

    د رسنیزو چارو شنونکي په دې باور دي چې د ګوندي رسنیو په تړاو د طالبانو دغه نوې رسنیزه پالیسي ښایي دوی ته د ازادو رسنیو د فعالیتونو د محدودولو فرصت هم په لاس کې ور کړي.

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    د طالبانو عدلیې وزارت: افغانستان کې هر راز ګوندي فعالیت غیر قانوني دی

    کوبها نیوزحمل ۱۶, ۱۴۰۳

    اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي

    کوبها نیوزسرطان ۱, ۱۴۰۳

    امریکا: طالبانو د نیول شویو امریکايي وګړو په اړه ډاډ راکړی

    کوبها نیوزحمل ۱۴, ۱۴۰۳

    ټي ټي پي د پاکستان واکمن سیاسي ګوندونه وګواښل.

    کوبها نیوزحمل ۲, ۱۴۰۳

    تحریک انصاف د فدرال او پنجاب حکومتونو لپاره له مذهبي ګوندونو سره ایتلاف کوي

    کوبها نیوزدلو ۲۵, ۱۴۰۲

    په جرمني کې دوه افغانان له داعش سره د تړاو په تور نیول شوي

    کوبها نیوزحوت ۲۹, ۱۴۰۲

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.