Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۱۶ سرطان, ۱۴۰۵
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»روسیې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر ته د مسکو د سفر بلنه ور کړې

    روسیې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر ته د مسکو د سفر بلنه ور کړې

    "ضمیر کابلوف وایي د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ باید ازادې شي او د نړۍ دولتونه د تماس د څو اړخیزو میکانیزمونو پر ځای د طالبانو له حکومت سره د دوه اړخیزو میکانیزمونو له لارې اړیکې وپالي. "
    کوبها نیوزکوبها نیوزثور ۴, ۱۴۰۳02 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    کابل (کوبها نیوز)- د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازی ضمیر کابلوف وایي، امریکا باید د افغانستان کنګل کړې شتمنۍ ازادې کړي.

    کابلوف په کابل کې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره کتنه کې د افغانستان پر بانکي نظام اوسني بندیزونه یو اړخیز او غیرقانوني ګڼلي او ددې بندیزونو د لرې کولو غوښتنه یې کړې ده.

    د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد وایي، کابلوف دې ناسته کې امیرخان متقي ته د روان کال په اوږدو کې د مسکو د سفر بلنه ور کړې ده.

    کابلوف ددوحې په راتلونکې ناسته کې د طالبانو د حکومت توافق مهم ګڼلی.

    د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ضمیر کابلوف له خولې وایي، “د افغانستان په اړه چې هر ډول ناسته جوړېږي، باید د افغان حکومت هوکړه پکې اخیستل شوې وي. د دوحې راتلونکې ناسته کې هم مهمه ده چې ملګري ملتونه د افغانستان د حکومت توافق ولري”.

    کابلوف په دې ناسته کې ټینګار کړی چې د نړۍ دولتونه باید د تماس د څو اړخیزو میکانیزمونو پر ځای د طالبانو حکومت سره د دوه اړخیزو میکانیزمونو له لارې اړیکې وپالي.

    ‏دواړو اړخونو په دې ناسته کې د افغانستان او روسیې پر دوو اړخیزو سیاسي او اقتصادي مسایلو او په دوحه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړو استازو د راتلونکې ناستې په اړه خبرې اترې کړې دي.

    په داسې حال کې چې امیرخان متقي د روسیې د ولسمشر د ځانګړي استازي کوربه دی، د افغانستان لپاره یې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکلو اړتیا رد کړې ده.

    ‏متقي په دې ناسته کې ویلي چې د دوی حکومت له ملګرو ملتونو سره په خبرو بوخت دی او په دوحه کې د راتلونکې ناستې د اجنډا او ترکیب په اړه به له کافي وضاحت وروسته خپل دریځ روښانه کړي.

    افغانستان، دوحی ناسته، طالبان، طالبانو سره تعامل،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    چین افغانستان ته د یوه کمربند او یوې لارې په پروژه کې د ګډون بلنه ورکړه

    کوبها نیوزحمل ۳۰, ۱۴۰۳

    طالب چارواکي: جوزجان کې د مهماتو یوه زېرمه کشف شوې

    کوبها نیوزحمل ۶, ۱۴۰۳

    مسعود اندرابي: طالبان په لونګۍ کې پر خلکو ‘پښتونیزم’ تحمیلوي

    کوبها نیوزحمل ۲۴, ۱۴۰۳

    قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل

    کوبها نیوزجوزا ۱۴, ۱۴۰۳

    طالبان د کوکنارو له منځه وړو کې له ولسي مقاومت سره مخ دي

    کوبها نیوزثور ۱۵, ۱۴۰۳

    مولوي هبت الله طالبان ځانمرګو او تبلیغاتي جګړې ته وهڅول

    کوبها نیوزحمل ۲۲, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.