Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»قزاقستان او افغانستان د ریل پټلې د نوې شبکې پر جوړولو خبرې کړې دي

    قزاقستان او افغانستان د ریل پټلې د نوې شبکې پر جوړولو خبرې کړې دي

    که څه هم دغه هوکړه په لومړي پړاو کې ده، خو د قزاقستان چارواکو ویلي، چې د افغانستان او قزاقستان تر منځ به د دغې شبکې د سروې لپاره یو ګډ شرکت جوړ کړي.
    کوبها نیوزکوبها نیوزثور ۵, ۱۴۰۳02 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    کابل (کوبها نیوز) – د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال په مشرۍ د سوداګرو او پانګوالو یو پلاوی کابل ته راغلی او د طالبانو له حکومتي چارواکو سره یې د اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کوی.

    د طالبانو حکومت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له دفتر په خپره شوې اعلامیې کې ویل شوی چې، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سارک ژومانګارین له ملا عبدالغنی برادر سره په کتنه کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د ریل پټلې د نوې شبکې د جوړولو وړاندیز وکړ.

    دغه شبکه چې افغانستان به د ترکمنستان له لارې له قزاقستان سره ونښلوي، د قزاقستان د ریل پټلۍ له لارې به افغانستان له چین او اروپا سره ونښلول شي.

    که څه هم دغه هوکړه په لومړي پړاو کې ده، خو د قزاقستان چارواکو ویلي، چې د افغانستان او قزاقستان تر منځ به د دغې شبکې د سروې لپاره یو ګډ شرکت جوړ کړي.

    له بلې خوا د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقی او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال د کابل او استنی ترمنځ د مستقیمو الوتنو پر پیل موافقه کړې ده.

    قزاقستان د تېر کال په ثور میاشت کې په استانه کې د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپاره، خو د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال اعلان وکړ چې دا کار د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو په معنا نه دی، بلکې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په هدف ترسره شوی دی.

    اوس د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له قزاقستانه غوښتي چې په قزاقستان کې د افغانستان د ډیپلوماټیک ماموریت کچه ​​لوړه کړي، خو د قزاقستان پلاوي دې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

    د قزاقستان دغه پلاوی چې د یوه ګډ سوداګریز نندارتون د پرانیستلو په هدف کابل ته راغلی، په کې قزاقستاني سوداګر او پانګوال هم شامل دي او ټاکل شوې چې له طالب چارواکو سره د کانونو، ریل پټلې، انرژۍ او حکومتوالۍ په برخو کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړي.

    افغانستان سوداګری، افغانستان، طالبان، طالبانو سره تعامل،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    جګپوړی سعودي پلاوی د پاکستان په سفر بوخت دی

    کوبها نیوزحمل ۲۷, ۱۴۰۳

    پر اسرائیلو د ایران د توغندیو او ډرون بریدونو وروستی جزیات

    کوبها نیوزحمل ۲۶, ۱۴۰۳

    د مسلمانانو نړیوال لیګ: طالبان اسلامي نړۍ کې خپل باور له لاسه ورکوي

    کوبها نیوزحمل ۱۵, ۱۴۰۳

    حامد کرزي او عبدالله عبدالله د ایران او اسرائیلو ترمنځ د کړکیچ د سوله ییز حل غوښتنه کړې ده

    کوبها نیوزحمل ۲۶, ۱۴۰۳

    متیو میلر: د طـــالبانو له بنده د امریکایي تبعه د ازادولو لپاره هڅې کوو

    کوبها نیوزحمل ۱۰, ۱۴۰۳

    طالبان ګاونډي هېوادونه د داعـش په ملاتړ تورنوي

    کوبها نیوزثور ۶, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.