اسلام اباد (کوبهانیوز) – د پاکستان راډيو په یوه راپور کې ویلي دي چې د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ کابینې د اپرېل په ۲۶مه نېټه په یوه ناسته کې د افغان کډوالو د (PoR) کارتونو موده د روان میلادي کال د جون میاشتې تر ۳۰مې نېټې وغځوله.
تر دې مخکې د پاکستان حکومت د یادو کارتونو درلودونکو ته د اپرېل تر لومړۍ نېټې وخت ورکړی و چې له پاکستان څخه ووځي.
د دې کارتونو په تمدید سره افغان کډوال په پاکستاني ښوونیزو مرکزونو کې د زده کړو ترڅنګ له بانکونو او ځینو نورو اسانتیاوو استفاده کولای شي.
که څه هم د اوس لپاره د (PoR) کارتونو موده غځېدلې خو د پاکستان کابینې پرېکړه کړې چې د ناقانونه کډوالو د ایستلو په درېیمه مرحله کې به د دې کارتونو درلودونکي کډوال هم بېرته خپل وطن ته ستانه کړي.
د (PoR) په نوم کارتونه چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ او پاکستان حکومت لخوا افغان کډوالو ته ورکړل شوي وو، په پاکستان کې یې د کډوالو لپاره د ژوند کولو ترڅنګ ځینې نورې اسانتیاوې رامنځ ته کړې وې.
د پاکستان حکومت د تېر میلادي کال په نومبر میاشت کې له دې هېواد څخه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پيل کړه چې شاوخوا نیم میلیون افغان کډوال یې خپل هېواد ته ستانه کړل.
یکشنبه, ۹ جدی, ۱۴۰۳
وروستي مطالب:
- اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
- د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
- بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
- حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
- جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
- قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل