Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    جمعه, ۳۰ اسد, ۱۴۰۵
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»خلیلزاد: بایډن طالبانو ته د شرطونو په نه ایښودلو سره د سولې خبرې ناکامه کړې

    خلیلزاد: بایډن طالبانو ته د شرطونو په نه ایښودلو سره د سولې خبرې ناکامه کړې

    زلمی خلیلزاد وايي، د بندیانو د خوشې کولو لپاره یې پر افغان حکومت د فشار راوړلو موخه دا وه چې طالبان بین الافغاني خبرو ته وهڅوي، خو د امریکا د کانګرس غړي وايي چې د خلیلزاد دغه امتیازات د طالبانو دریځ بدل نکړ.
    کوبها نیوزکوبها نیوزثور ۱۳, ۱۴۰۳03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    1 of 3 | FILE - In this April 27, 2021 file photo, Zalmay Khalilzad, special envoy for Afghanistan Reconciliation, testifies before the Senate Foreign Relations Committee on Capitol Hill in Washington. (T.J. Kirkpatrick/The New York Times via AP, Pool)
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    واشنګټن (کوبها نیوز) د چهارشنبې په ورځ د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ځوابونو نوي جزئیات خپاره کړل.

    ښاغلي خلیلزاد د دې کمیټې غړو ته ویلی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې لپاره د خبرو لومړۍ هڅه په ۲۰۱۰ کال کې هغه مهال وشوه چې د طالبانو اوسني دفاع وزیر، ملا یعقوب مجاهد ورته په یوه لیک کې لیکلي و چې جګړه د افغانستان د مسئلې د حل لار نه ده او دا چې د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره باید سیاسی هڅې وشي، خو د اوباما د ادارې هڅې بریالۍ نه وې.

    د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي امریکايي وکیلانو ته د خپلو ځوابونو په یوه برخه کې وویل چې له طالبانو سره د سولې د عملي خبرو هڅې د ټرمپ په اداره کې پیل شوې او سپینې ماڼۍ ورته د دغو خبرو لپاره درې لومړیتوبونه ټاکلي: “لومړی، له طالبانو سره په خبرو کې داسې یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په خوندي او منظمه توګه وتلو ته لاره هواره کړي، دویم، طالبان باید دا یقیني کړي چې افغانستان بیا د ترهګرو ډلو په پټنځای بدل نه شي او درېیم دا چې د واشنګټن او طالبانو ترمنځ خبرې اترې بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواروي.”

    خو د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې ځینو غړو په تېره بیا جمهوري غوښتونکو په خپلو پوښتنو کې پر خلیلزاد نیوکې کړې دي. ځکه د دوی په وینا، خلیلزاد د خبرو اترو د پيل په لومړۍ هڅه کې پرته له دې چې پايلو ته یی پام وکړي، پر افغان حکومت فشار راوړ چې د حسن نیت په توګه زرګونه طالب بنديان خوشې کړي.

    په ځواب کې خلیلزاد دوی ته ویلی چې له دغو فشارونو او بالاخره د بندیانو له خلاصون څخه یې هدف دا و چې طالبان بین الافغاني خبرو ته وهڅوي، خو د امریکا د کانګرس غړو ویلي چې د ښاغلي خلیلزاد دغه امتیازاتو د افغان حکومت په وړاندې د طالبانو دریځ نرم نکړ.

     زلمی خلیلزاد د جوبایډن د حکومت پریکړو ته په اشارې سره ویلی چې د هغه اداره د طالبانو لپاره د نوي شرطونو د ټاکلو اراده نه درلوده او ان د طالبانو لپاره د ډونالډ ټرمپ له شرطونو څخه هم شاته شوې وه: “د ولسمشر بایډن ادارې درې انتخابونه وړاندې کړل: لومړی، دا چې هغه له طالبانو سره د سولې خبرې مشروطې نه کړې او تر ټولو خطرناکه دا ده چې له ترهګرۍ سره د مبارزې ماموریت ته یې شا کړه. دوهم، هغه د ټرمپ ادارې او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه نیمګړې وبلله. درېیم، د ولسمشر بایډن ادارې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو پر مشروط وتلو ټینګار نه درلود.“

    خلیلزاد ویلي، د بایډن حکومت له لوری له طالبانو سره د ټرمپ ادارې د هوکړې د نه عملي کېدو او د هغوی لپاره د نویو شرطونو د نه ټاکلو لامل جګړې ته د طالبانو له بیا ور ګرځیدو ویره وه.

    افغانستان، امریکا وتل، حکومت سقوط، طالبان،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    کابل ته پاکستانى پلاوى راغلى, په سوداګرۍ به خبرې سه شنبې پيل شي

    کوبها نیوزحمل ۶, ۱۴۰۳

    سیلابونو مختلفو ولایتونو شاخوا ۱۵۰ کورونه نړولي

    کوبها نیوزحمل ۲۷, ۱۴۰۳

    پاکستان او افغانستان دوو میاشتو کې د اپټا تړون نهایي کوي

    کوبها نیوزحمل ۹, ۱۴۰۳

    د پاکستان په دیني مدرسو کې د افغان زده کوونکو نوم لیکنه ودرول شوه

    کوبها نیوزثور ۱۵, ۱۴۰۳

    جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ

    کوبها نیوزجوزا ۲۵, ۱۴۰۳

    روسیه کې پر کنسرت د برید کوونکو هویت افشا شو

    کوبها نیوزحمل ۴, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.