Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانان په تبعید کې»د پاکستان په دیني مدرسو کې د افغان زده کوونکو نوم لیکنه ودرول شوه

    د پاکستان په دیني مدرسو کې د افغان زده کوونکو نوم لیکنه ودرول شوه

    "په پاکستان کې د یو شمېر دیني مدرسو مسوولین وايي چې د دغه هېواد د استخباراتو ادارې له دوی څخه غوښتي چې په خپلو مدرسو کې هغه زده کوونکي چې د پاکستان کورنیو چارو وزارت له خوا د تایید لیک نه لري، شامل نه کړي."
    کوبها نیوزکوبها نیوزثور ۱۵, ۱۴۰۳03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    In this photo taken on September 21, 2023, Afghan boys read the Quran at an Afghan refugee camp in Karachi. (AFP/File)
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    کراچۍ (کوبهانیوز) – د پاکستان له سند ایالت څخه د افغان کډوالو د ایستلو له پیل سره سم د دغه ایالت د دیني مدرسو د بورډ چارواکو رسنیو ته ویلي چې د پاکستان حکومت له دوی غوښتي چې افغان زده کوونکي دې په خپلو مدرسو کې نه شاملوي.

    د سند ایالت په دیني مدرسو کې له هغه وروسته د نویو زده کوونکو پر ورتګ بندیز ولګېد چې د سند ایالت حکومت تېره اوونۍ د دغه ایالت د دیني مدرسو مشران یوې غونډې ته راوبلل او هغوی ته یې وویل چې څلور میاشتې وړاندې په کراچۍ ښار کې د پولیسو پر یوه مرکز په برید کې یوه ښوونکی لاس درلود او ادعا یې وکړه چې دغه ښوونکی افغان وو.

    hiekh Idress, an Islamic scholar, speaking to a class of 1,500 students at Darul Uloom Haqqania seminary, one of Pakistan’s largest and oldest.Credit…Saiyna Bashir for The New York Times

    خو د پاکستان کورنيو چارو وزارت د دغو مدرسو د خاوندانو د پوښتنو په ځواب کې ويلي، چې ياد ښوونکی پاکستانی و او د بريد پر مهال وژل شوى دى.

    په پاکستان کې د مدرسو د ټولنې مشر، مولانا طلحه رحماني عرب نیوز ته ویلي چې پاکستاني مدرسو یو کال وړاندې د افغان زده کوونکو نوم لیکنه بنده کړې وه.

    رحماني وويل: “د پاکستان بېلابېلې استخباراتي ادارې وخت په وخت راځي او له مدرسو څخه معلومات ترلاسه کوي. مدرسی د نوم ليکنې ځانګړی سيستم لري او موږ له دغو ادارو سره همکاري کوو.”

    په تیرو څلویښتو کلونو، په ځانګړې توګه په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم له نسکوریدو سره زرګونو افغان ځوانان د دیني زده کړو لپاره د پاکستان په مدرسو کې شامل شول.

    نړیوالو سازمانونو او د بشري حقونو بنسټونو په ځوانانو کې د افراطیت په وده کې د دغو مدرسو رول مهم بللی او د دغو مدرسو له خوا د افراطي افکارو ترویج یې په سیمه کې د افراطیت د خپریدو یو عامل ګڼلی دی.

    As Taliban Settle In, Kabul’s Green Zone Comes Back to Life – The New York Times

    په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبان له بېرته ستنیدو وروسته دوی له دغو مدرسو څخه د افغان محصلینو د بېرته ستنېدو پلان نه دی جوړ کړی، خو د طالبانو د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو له یادو مدارسو څخه پر زرګونه فارغ شوو زده کونکو تحصیلي اسنادو په وېشلو سره، دغه زده کونکی د تخصص او رشتی خلاف په بېلابېلو دولتي ادارو کې د مسلکی کسانو پرځای ګمارلي دي.

    افغان کډوال، افغانستان، امریکا وتل، طالبان،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    ازبکستان د طالبانو د سفیر منلو ته تیاری ښودلی

    کوبها نیوزحوت ۲۲, ۱۴۰۲

    په جرمني کې دوه افغانان له داعش سره د تړاو په تور نیول شوي

    کوبها نیوزحوت ۲۹, ۱۴۰۲

    اسراییل او حماس په غزه کې د اوربند په اړه هوکړې ته و نه رسېدل

    کوبها نیوزحمل ۲۰, ۱۴۰۳

    خبریالانو مرکز: افغانستان کې د رسنیو ازادۍ وضعیت اندېښمنوونکی دی

    کوبها نیوزحوت ۲۷, ۱۴۰۲

    چین افغانستان ته د یوه کمربند او یوې لارې په پروژه کې د ګډون بلنه ورکړه

    کوبها نیوزحمل ۳۰, ۱۴۰۳

    د اسلامي همکاریو سازمان له طالبانو سره د خبرو لپاره رغنده چلند مهم بللی

    کوبها نیوزثور ۱۶, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.