Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    دوشنبه, ۱۲ جوزا, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»د اسلامي همکاریو سازمان له طالبانو سره د خبرو لپاره رغنده چلند مهم بللی

    د اسلامي همکاریو سازمان له طالبانو سره د خبرو لپاره رغنده چلند مهم بللی

    "د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند او د نړیوالو سازمانونو د څانګې د مشر عبدالقهار عاصي ګډون تایید کړی دی."
    کوبها نیوزکوبها نیوزثور ۱۶, ۱۴۰۳03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    بنجول (کوبها نیوز) – د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي د ګامبیا په پلازمینه بنجول کې د اسلامي هیوادونو د مشرانو په پنځلسم کنفرانس کې په خپله وینا کې له طالبانو سره د بشري مرستو پر لارو چارو او رغنده خبرو ټینګار وکړ.

    د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي په دې سرمشریزه کې په خپله وینا کې له طالبانو سره د اړیکو په برخه کې د دغه سازمان پر ژمنتیا ټینګار وکړ. هغه له غړو هېوادونو وغوښتل چې د اسلامي پراختیايي بانک تر څارنې او مدیریت لاندې د افغانستان د بشري مرستو د وجهي صندوق (AHTF) له لارې له افغانستان سره مرسته وکړي.

    حسین ابراهیم طه وویل: “دا ډېره مهمه ده چې په افغانستان کې د طالبانو له چارواکو سره د یوه بشري چلند او رغنده خبرو اترو په چوکاټ کې خپلې ښکیلتیا ته دوام ورکړو. موږ په غړو هیوادونو غږ کوو چې زموږ په بشري هڅو کې په سخاوتمندانه توګه مرسته وکړي، په ځانګړې توګه د AHTF له لارې.”

    ابراهیم طه د اسلامی همکاریو سازمان له غړو هیوادونو وغوښتل چې د فلسطین د دولت په رسمیت پیژندلو او په ملګرو ملتو کښې د بشپړ غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره د نړیوال ملاتړ ترلاسه کولو هڅو ته دوام ورکړی.

    د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي د خبرو اترو او پخلاینې پر ارزښت په ټینګار سره د یمن، لیبیا، سوډان او عاج ساحل په شمول د غړو هیوادونو د شخړې د هواري لپاره د دغه سازمان ملاتړ مهم وباله.

    د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند او د دغه وزارت د نړیوالو سازمانونو د رییس عبدالقهار عاصي ګډون تایید کړی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې عاصي د اسلامي همکاریو سازمان په رسمي بلنه په دې غونډه کې ګډون کړی ، خو د غونډې په خپاره شوي انځور کې نوموړی نه ښکاري.

    د اسلامي هېوادونو د مشرانو پنځلسم کنفرانس د “دوامداره پراختیا لپاره د خبرو اترو له لارې د یووالي او پیوستون پیاوړتیا” تر عنوان لاندې د ۲۰۲۴ کال د مې په څلورمه نېټه د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو او ناغړو دولتونو د استازو او مشرانو په حضور کې پیل شو.

    د ګامبیا ولسمشر او د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې رییس اداما بارو په دې سرمشریزه کې په خپله وینا کې په اسلامي نړۍ کې د یووالي، پیوستون او دوامدار پرمختګ د پراختیا ژمنه وکړه. هغه د اقتصادي همکاریو د ټینګښت، کلتوري تبادلې پیاوړتیا او د بیوزلۍ له منځ وړو، زده کړو او روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي په څیر مهمو مسلو ته د رسیدو لپاره ګډې هڅې او نوښتونه مهم وګڼل.

    دا سرمشریزه نن د ۲۰۲۴ کال د می پر پنځمه هم دوام لري او تمه کیږي چې خبرې اترې به د ګډو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د غړو هیوادونو ترمنځ په همکارۍ او ډیالوګ متمرکزې وي.

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    د افغانستان د فوټبال لیګ دریم پړاو په کابل کې پیل شو

    کوبها نیوزثور ۱, ۱۴۰۳

    په جرمني کې دوه افغانان له داعش سره د تړاو په تور نیول شوي

    کوبها نیوزحوت ۲۹, ۱۴۰۲

    د طالبانو مامورین د جمهوریت کارکوونکي روحي شکنجه کوي

    کوبها نیوزحمل ۱۶, ۱۴۰۳

    ازبکستان د طالبانو د سفیر منلو ته تیاری ښودلی

    کوبها نیوزحوت ۲۲, ۱۴۰۲

    طالبان په افغانستان کې فیسبوک محدود او بندوي

    کوبها نیوزحمل ۱۸, ۱۴۰۳

    سپينه‌ماڼۍ: امریکا له اسراییلو سره په غزه کې د لنډمهالي اوربند په اړه خبري کوي

    کوبها نیوزحوت ۱۳, ۱۴۰۲

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.