Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»د رسنیو د دفاع سازمانونو پر “افغانستان انټرنشنال” د طالبانو بندیزونه وغندل

    د رسنیو د دفاع سازمانونو پر “افغانستان انټرنشنال” د طالبانو بندیزونه وغندل

    "د طالبانو د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمیسیون افغانستان انټرنشنال تلویزیون د وګړو محرمیت ته په نه درناوي، قومي او ژبنيو اختلافاتو ته لمن وهلو، شخصیت وژنې، د معلوماتو تحریف او د طالبانو پر ضد تبلیغاتو باندې تورن کړی."
    کوبها نیوزکوبها نیوزثور ۲۰, ۱۴۰۳02 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    کابل (کوبها نیوز): د خبريالانو د خونديتوب نړيوالې کمېټې او د افغانستان د خبريالانو مرکز پر افغانستان انټرنشنال تلویزیون د طالبانو وروستي بندیزونه غندلي دي.

    د طالبانو حکومت دغه شبکه له بې طرفۍ څخه په سرغړونې تورنه کړې ده. د طالبانو د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون وايي، افغانستان انټرنشنال تلویزیون د افغانانو محرمیت ته په نه درناوي، شخصیت وژنې، د معلوماتو تحریف او د طالبانو پر ضد د پروپاګند په ګډون په بېلابېلو سرغړونو تورن شوی. کمېسیون همداراز وايي، د دې شبکې پروګرامونه د ژورنالیزم له اصولو او ملي او دیني ارزښتونو سره په ټکر کې دي او قومي، ژبنيو او سمتي تعصبونو ته لمن وهي.

    په نيويارک کې د خبريالانو د خونديتوب کميټې د اسيايي پروګرام همغږي کوونکي بيلي يه آزادو او بې پرې خبرونو ته د افغان خبريالانو او اتباعو د لاسرسي پر اهميت ټينګار کړی او پر طالبانو يې غږ کړی چې پر افغانستان انټرنشنال تلويزيون لګول شوي بنديزونه لغو کړي.

    بې سرحده خبریالان: طالبان دې رسنۍ ځپونکي اقدامات پای ته ورسوي

    په ورته وخت کې د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو دا پرېکړه غیر قانوني بولي او له طالبانو یې غوښتي چې د ازادو رسنیو حقونو ته درناوی وکړي.

    افغانستان انټرنشنال د طالبانو تورونه رد کړي او هغه یې بې اساسه ګڼلي. د دې شبکې مدیریت د افغانستان خلکو ته د بې پرې خبرونو او معلوماتو د وړاندې کولو په برخه کې پر خپلې ژمنتیا ټینګار کړی.

    د افغانستان انټرنشنال اجرایوي رییس هارون نجفی زاده د دې شبکې له خوا د ژورنالیستیکي معیارونو او اصولو په رعایت ټینګار کوي او وايي: “هیڅ فشار به موږ دې ته اړ نه کړي چې خپل لوړ ژورنالیستیکي معیارونه او مسلکي اصول پریږدو. د طالبانو فشارونه د رسنیو لپاره ګواښ دی خو دوی زموږ د فعالیتونو مخه نه شي نیولی.”

    طالبانو ددوو ګوندي رسنیو خپرونې بندې کړې

    د افغانستان انټرنشنال ټلویزیون پر خپرونو بندیز او له دې رسنۍ سره د همکارۍ ممنوعیت په داسې حال کې دی چې د طالبانو د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمیسیون له دې وړاندې دوه نور ټلویزیونونه هم محکمې ته معرفي کړي او خپرونې یې بندې کړې دي.

    افغانستان، طالبان محدودیتونه، طالبان،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    د اروپايي هېوادونو نظامي بودجه خپل لوړ ګراف ته رسېدلې

    کوبها نیوزثور ۴, ۱۴۰۳

    خلیلزاد: بایډن طالبانو ته د شرطونو په نه ایښودلو سره د سولې خبرې ناکامه کړې

    کوبها نیوزثور ۱۳, ۱۴۰۳

    مسعود اندرابي: طالبان په لونګۍ کې پر خلکو ‘پښتونیزم’ تحمیلوي

    کوبها نیوزحمل ۲۴, ۱۴۰۳

    د ملګرو ملتونو ګزارشګر: د ښځو او نجونو د حقونو نفی کول د طالبانو د سیاست برخه ګرځي

    کوبها نیوزثور ۱۲, ۱۴۰۳

    د انګلستان کرکټ بورډ: که ښځو ته د ورزش اجازه ورنکړل شي، له افغانستان سره سریز لوبې نه کوو

    کوبها نیوزثور ۱۹, ۱۴۰۳

    غزه کې د بشري ناورین په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي خبرداری

    کوبها نیوزحمل ۵, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.