Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»رپوټونه او فیچرونه»کونړ کې د پاکستان بریدونو له امله تړل شوي ښوونځي پرانېستل شول

    کونړ کې د پاکستان بریدونو له امله تړل شوي ښوونځي پرانېستل شول

    د کونړ د پوهنې ریاست وايي، دا ښوونځي له تېرو اتو کلونو راهیسې تړلي وو.
    kadminkadminجوزا ۱۳, ۱۴۰۳02 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    اسعداباد( ۱۲ جوزا ۱۴۰۳ کوبهانیوز): د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ په ناوې سیمه کې هغه دوه ښوونځي پرانېستل شول چې د پاکستاني پوځیانو د توغندويي بریدونو او له واک وړاندې د طالبانو د ناامنیو له امله تړل شوي وو.

    ناوې د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه غرنۍ سیمه ده چې د پخواني حکومت پر مهال پرې د پاکستاني پوځیانو له خوا توغندويي بریدونه کېدل. پاکستاني لوري ظاهرا د دې بریدونو موخه د ټي ټي پي جنګیالیو په نښه کول ښودل، خو کابل نه یوازې په دې سیمو کې د ټي ټي پي جنګیالو شتون رد کړی، بلکې دا بریدونه یې پر افغان خاوره تېری بللی و.

    په دې سیمه کې ۴۰۰ کورنۍ اوسېږي چې، ډېری یې د دغه بریدونو او د جمهوري حکومت پر مهال د افغان طالبانو د جګړو له امله کډه کولو ته اړې شوې وې.

    د کونړ د پوهنې رییس محب الله حیدري وايي، بې‌ځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته ستنې شوې او ښوونځي یې پرانېستل شوي دي. حیدري تایید کړه چې، دا ښوونځي له تېرو اتو کلونو راهیسې تړلي پاتې وو.

    محب الله حیدري وايي:” موږ هڅه کوو چې دغو زده کوونکو ته ټول امکانات برابر کړو.”

    د ناوې سیمې د کمر ښوونځي زده کوونکې هوسۍ وايي، خوشاله ده ښوونځي ته ځي. د هوسۍ په وینا: ” دلته به راکټونه راتلل، موږ لاندې درې ته کډه شوي وو، هلته مکتبونه خلاص وو، خو موږ مکتب ته نه تللو. تېر کال چې بېرته خپل کلي ته راغلو بیا هم زموږ ښوونځی تړلی و، خو دا چې اوس خلاص شول ډېره خوشاله یمه.”

    د یاد ښوونځي بل زده کوونکی یاسر وايي، هیله لري چې د پوهنې وزارت د دوی ښوونځي ته امکانات برابر کړي. هغه زیاتوي: “زموږ ښوونځي کې د څښاک اوبه نه شته، درسي کتابونه نه دي راکړل شوي، مکتب مو انګړ نه لري.”

    د کونړ د پوهنې ریاست مني چې د دغه ولایت په ځینو سیمو کې یو شمېر ښوونځي بشپړ امکانات نه لري او هڅه کوي چې رسیده‌ګي ورته وکړي.

    رپوټ: عبدالاحد ځیرک

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د تایلنډ په وړاندې ماتې وخوړه

    کوبها نیوزحمل ۸, ۱۴۰۳

    ځانمرګي بریدګر د طالبانو د قدرت مرکز په نښه کړ

    کوبها نیوزحمل ۲, ۱۴۰۳

    پاکستان شمالي وزیرستان کې عملیاتو ته تیاری نیسي

    کوبها نیوزثور ۲۸, ۱۴۰۳

    طالبان د بې پیلوټه الوتکو د اسانچاري هېواد نوم نه په ډاګه کوي

    کوبها نیوزحمل ۱۲, ۱۴۰۳

    طالبانو د مسکو برید تروریستي برید وباله

    کوبها نیوزحمل ۴, ۱۴۰۳

    د مسلمانانو نړیوال لیګ: طالبان اسلامي نړۍ کې خپل باور له لاسه ورکوي

    کوبها نیوزحمل ۱۵, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.