Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    دوشنبه, ۱۹ جوزا, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي

    بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي

    په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکی، ریچارد بنیت د دغه سازمان د بشري حقونو د شورا په شپږ پنځوسمه غونډه کې د خپل راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل چې د ښځو په وړاندی د طالبانو په چلند کې د بشریت ضد جنایاتو نښې لیدل کېږي.
    کوبها نیوزکوبها نیوزجوزا ۲۹, ۱۴۰۳02 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    جینیوا (کوبهانیوز) – د افغانستان د بشري حقونو په چارو د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکی په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د وضعیت په اړه خپلې موندنې د «سیستماتيک تبعیض، د بشري کرامت او د ښځو د محرومیت» تر سرلیک لاندې د بشري حقونو د شورا غونډې ته وړاندې کړې.

    ریچارډ بنیټ د دغه راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل: «د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو سیستماتیک ظلم د هغوی ژوند ته سخت زیان اړولی دی او باید د بشریت وجدان په دې اړه بیداره شي. د ښځو د محرمیت د تر پښو لاندې کولو ظلم او تېری دومره سخت دی چې د بشریت ضد جنایت نښې په کې لیدل کیږي او دا ظالمانه اقدامات په شدت سره مخ په زیاتیدو دي.”

    په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت له یو کال راهیسی ښاغلی بنیت ته افغانستان ته د سفر اجازه نه ورکوی ترڅو د افغانانو د بشري حقونو وضعیت له نږدې وڅیړي، خو د ملګرو ملتونو دغه ځانګړي استازي د دغه سازمان د بشري حقونو په شورا کې د وینا پر مهال له طالبانو وغوښتل چې د ښځو په وړاندی دی سیستماتیک تبعیض ودروی او د ښځو ځورول دی بند کړی.

    ښاغلي بنیټ له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له هغو هېوادونو چې پر طالبانو نفوذ لری او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د ځپونکو اقداماتو د مخنیوي لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي.

    د امریکا نوی راپور: طالبانو په خپلو محدودیتونو کې نرمښت نه دی ښودلی او د افغانستان نړیوالې ژمنې یې نقض کړې دې

    په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو حقوق پوهان د «جنسيتی اپارتاید» د تعریف او د دې اصل د پیژندنې په برخه کې سره ویشل شوي، د ملګرو ملتونو دغه چارواکي له غړو هیوادونو غوښتي چې د ښځو پر وړاندې جنسیتي تبعیض دی په رسمیت وپیژني.

    د بشري حقونو د شورا د سه شنبې ورځې په غونډه کې، د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکي او د افغان ښځو په استازیتوب ګډون کوونکو ښځو د دوحې په راتلونکې غونډه کې د ښځو او مدني ټولنې د استازو د ګډون غوښتنه وکړه.

    افغانستان، د نجونو مکتبونه، طالبان محدودیتونه، طالبان،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي

    کوبها نیوزجوزا ۲۹, ۱۴۰۳

    پښتونخوا کې موټربم برید د ۵ چینايي انجنیرانو په ګډون ۶ کسان ووژل

    احسان الله سهاکحمل ۷, ۱۴۰۳

    منیژه صدیقي د طالبانو له بنده خوشې شوه

    کوبها نیوزحمل ۱۹, ۱۴۰۳

    امریکا: طالبانو د نیول شویو امریکايي وګړو په اړه ډاډ راکړی

    کوبها نیوزحمل ۱۴, ۱۴۰۳

    سعودي عرب په ریاض کې د نړۍ په کچه تر ټولو ستر هوايي ډګر جوړوي

    کوبها نیوزحوت ۱۴, ۱۴۰۲

    انتونوف: ترهګریز اعمال د روسیې بهرنۍ پالیسي نه شي بدلولی

    کوبها نیوزحمل ۵, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.