Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    جمعه, ۱۱ ثور, ۱۴۰۵
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»رپوټونه او فیچرونه»رپوټونه»د کونړ او چترال ترمنځ د جیش محمد او جنود حفصه جنګیالي ځای پرځای شوي

    د کونړ او چترال ترمنځ د جیش محمد او جنود حفصه جنګیالي ځای پرځای شوي

    په دې سیمه کې د طالبانو په نامه د جنود حفصه، جیش محمد او لشکر طیبه جنګیالي ځای پرځای شوي او ښايي د پاکستاني طالبانو د تېر کال مرګوني برید یو هدف ددې ډلو پر وړاندې غبرګون وي.
    کوبها نیوزکوبها نیوزحوت ۱۳, ۱۴۰۲03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    د پاکستان په کراچۍ ښار کې پر یوه دیوال د داعش، جماعت الدعوه او سپاه صحابه ډلو شعارونه لیدل کیږي. عکس د اې ایف پي.
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    په پاکستان کې د ټي ټي پي د بریدونو له ډېرېدو سره هممهاله چې ددغه هېواد د پوځ او حکومت له غبرګونونونو سره مل دي، ددې ډلې یو شمېر پخوانۍ ملاتړې او جلاشوې ډلې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د نفوذ کولو په لټه کې دي.

    چترال ددې ډلو د تمرکز نوې نقطه ده چې غیر پښتون نفوس دوی ته په دې سیمه کې د نفوذ امکانات ور کوي او بدخشان، نورستان او کونړ ولایتونو ته لارې لري.

    د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر کې ډېورنډ کرښې ته څېرمه کیلاش او چترال سیمو کې د مولوي عظمت الله مسید په مشرۍ پاکستاني طالبانو د پاکستان پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل او څلور تنه پاکستاني پوځیان یې ووژل او دوه امنیتي پوستې یې وسوځولې.

    دې بریدونو د چترال په خلکو کې ددې سیمې د امنیت او راتلونکي په تړاو اندېښنې پیدا کړې.
    په چترال کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي پخواني ټرېننګ کمپونه او سمڅې دي، چې د مجاهدینو او شوروي اتحاد د جګړو په وخت کې ترې د کونړ او نورستان لپاره اکمالات کېدل او جنګیالي پکې روزل کېدل، خو اوس دغه مرکزونه او سمڅې د نامعلومو جنګیالیو په ولکه کې دي.

    په چترال کې د اسماعیلیه ټولنې یوه جګپوړي غړي کوبها نیوز ته له نومښودنې پرته وویل، چې په دې تونلونو کې په دې وروستیو کې محلي تاجرانو د جلغوزیو حاصلات ذخیره کول، خو د پاکستان پوځ د ۲۰۲۳ کال په نیمايي کې دغه پخواني ټریننګ مرکزونه خالي کړل. هغه وايي: « پخوا په دې غرنیو سیمو کې سیمه ییزو خلکو رمې پوولې او د جلغوزو لپاره به تلل، خو تېرکال د ټي ټي پي له بریدونو وروسته پوځ د سیمې خلک په غرنیو سیمو کې له ګرځېدو او د رمو له څرولو منع کړي».

    د چترال یو محلي خبریال وايي، چې په دې سیمه کې د طالبانو په نامه د جنود حفصه، جیش محمد او لشکر طیبه جنګیالي ځای پرځای شوي او ښايي د پاکستاني طالبانو د تېر کال مرګوني برید یو هدف ددې ډلو پر وړاندې غبرګون وي.

    په چترال او کیلاش کې د جنګیالیو ډلو له حضور وړاندې د پاکستان امنیتي ادارو د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر کې د یوه متقاعد پخواني چارواکي عبیدالله بیګ د خلاصون په بدل کې د جنود حفصه ډلې د ګیلګت بلتستان پخوانی مرستیال حبیب رحمان او د هغه ملګري له زندان نه خوشي کړل او هغوی بېرته په دیامر، چترال او کیلاش کې فعالیتونه پیل کړل.

    جنود حفصه د مولوي عصمت الله معاویه ډله ده، چې په ټي ټي پي کې د پنجابي طالبانو په نامه مشهوره وه او په پنجاب او ګلګت بلتستان کې یې فعالیتونه کول. معاویه د ضرب عضب عملیاتو په ترڅ کې د پاکستان پوځ ته تسلیم او په پېښور کې میشت شو. د نوموړي په اړه ویل کیږي چې اوس دداعش ډلې لپاره جلب او جذب کوي.

    چترال د هندوکش له لوړو څوکو جوړ شوی او د افغانستان له نورستان، کونړ او بدخشان ولایتونو سره ګډه پوله لري. د بدخشان پامیر نرۍ څوکه دغه سیمې له چین او تاجکستان څخه بېلوي.

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي

    کوبها نیوزجوزا ۳۱, ۱۴۰۳

    امریکا: طالبانو د نیول شویو امریکايي وګړو په اړه ډاډ راکړی

    کوبها نیوزحمل ۱۴, ۱۴۰۳

    د مسلمانانو نړیوال لیګ: طالبان اسلامي نړۍ کې خپل باور له لاسه ورکوي

    کوبها نیوزحمل ۱۵, ۱۴۰۳

    طالب چارواکي: جوزجان کې د مهماتو یوه زېرمه کشف شوې

    کوبها نیوزحمل ۶, ۱۴۰۳

    د طالبانو د عدلیې وزارت: د کابل بګرامیو کې ۱۱۴۵ جریبه غصب شوې ځمکه را وګرځول شوه

    کوبها نیوزحوت ۲۳, ۱۴۰۲

    مولوي هبت الله طالبان ځانمرګو او تبلیغاتي جګړې ته وهڅول

    کوبها نیوزحمل ۲۲, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.