اسلام اباد – د پاکستان تحریک انصاف (PTI) د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په مرکز او پنجاب کې به د مجلس وحدت مسلمین (MWM) او په خیبر پښتونخوا کې د جماعت اسلامي سره په ګډه حکومت جوړ کړي.
دا مهال د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې د تحریک انصاف ګوند له ملاتړه برخمن نوماندان تر ۹۰ زیاتې څوکۍ لري، چې د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې له ۲۶۶ څوکیو څخه د نواز شریف مسلم لیګ له ۷۵ څوکیو او د خلکو ګوند له ۵۴ څوکیو ډېرې دي. د پاکستان د پارلمان د ۷۰ ځانګړو څوکیو په ګډون د ټولو څوکیو شمېر ۳۳۶ ته رسېږي.
د ساده اکثریت ګټلو لپاره یو ګوند د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې لږ تر لږه ۱۶۹ څوکیو ته اړتیا لري. د مجلس وحدت المسلمین سره په یوځای کیدو سره، د تحریک انصاف ملاتړي کاندیدان په احتمالي توګه د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې د دوی د ټولو څوکیو په تناسب له ۲۰ څخه زیاتې ځانګړې څوکۍ ګټلی شي.
د ایکسپریس نیوز د راپور له مخې، له مجلس وحدت مسلمین سره له یو ځای کېدو وروسته د ځانګړو څوکیو د ترلاسه کولو لپاره، د تحریک انصاف ملاتړي نوماندان باید د پاکستان د ټاکنو کمېسیون ته لوړې وړاندې کړي چې له مجلس وحدت مسلمین سره یې د تړاو تصدیق کړی. سربیره پردې، د یاد ګوند مشر باید د خپلواکو نوماندانو د منلو لپاره د ټاکنو کمیسیون ته لیکلې تاییدپاڼه وړاندې کړي.
تحریک انصاف ګوند دغه اعلان لږ وروسته له هغه وکړ چې د پاکستان د جماعت اسلامي مرستیال امیر لیاقت بلوچ د حکومت جوړولو په اړه د دواړو ګوندونو ترمنځ د روانو خبرو پخلی وکړ. بلوچ د تحريک انصاف اوسني مشر بيرسټر ګوهر، علي امين ګنډاپور او سناتور اعظم سواتي سره د ټيلي فوني اړیکې یادونه وکړه او ویې ویل، چې جماعت اسلامي او تحریک انصاف د ګډ کار لپاره دوه اړخیز رضايت څرګند کړی.
سرچینې وايي، د دواړو ګوندونو مشران به ډېر ژر په اسلام اباد کې سره وګوري او پر نورو جزئیاتو به خبرې وکړي او د حکومت جوړولو یا د اپوزیسیون د رول په اړه به شته انتخابونه وڅېړي.
له ایکسپریس نیوز سره په مرکه کې بلوچ وویل: “موږ د تحریک انصاف له مشرانو سره په تماس کې یو، که تحریک انصاف د خپلو خپلواکو نوماندانو د ساتنې لپاره جماعت اسلامي ته اړتیا ولري، موږ به یې هرکلی وکړو. د یوه سیاسي ګوند په توګه موږ پرانېستې پالیسي لرو او هیڅ ډول غوښتنې نه لرو. تحریک انصاف ګوند تر اوسه په دې اړه خپلې غوښتنې نه دي مطرح کړې”.
چهارشنبه, ۱۰ ثور, ۱۴۰۴
وروستي مطالب:
- اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
- د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
- بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
- حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
- جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
- قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل