کابل: ( ۱۴ کب ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې پخواني اجراییوي رییس پینو الارچي په کابل کې د طالبانو د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا برادر سره کتلي او نږدې راتلونکي کې یې کابل کې د یوې ناستې د جوړېدو خبر ورکړی.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت پر خپله ایکسپاڼه، د م م د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزې پخواني اجراییوي رییس په حواله لیکلي چې، نوموړي د نشهيي توکو پر ضد د طالبانو مبارزه ستایلې او ویلي يې دي، چې نړیواله ټولنه افغان بزګرانو ته د کوکنارو د بدیلو کښتونو برخه کې د همکارۍ مکلفیت لري.
نوموړي ویلي غواړي نږدې راتلونکي کې په کابل کې نړیوال کنفرانس جوړ کړي او د دغه کنفرانس له لارې افغان بزګرانو ته د بدیلو کښتونو وړاندې کولو برخه کې د نړیوالو مالي ملاتړ راجلب کړي.
په ورته مهال د ط.البانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي چې د نشه يي توکو پروړاندې یې د پام وړ مبارزه کړې او پر نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه یې کړې.
یکشنبه, ۹ جدی, ۱۴۰۳
وروستي مطالب:
- اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
- د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
- بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
- حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
- جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
- قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل