Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    دوشنبه, ۱۹ جوزا, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»د امریکا استخباراتي ادارې: سږ کال به داعش په افغانستان کې ډېرې حملې ترسره کړي

    د امریکا استخباراتي ادارې: سږ کال به داعش په افغانستان کې ډېرې حملې ترسره کړي

    کوبها نیوزکوبها نیوزحوت ۲۲, ۱۴۰۲02 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    د امریکا استخباراتي ادارې: سږ کال به داعش په افغانستان کې ډېرې حملې ترسره کړي
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    واشنګټن (۲۲کب ۱۴۰۲، کوبها نیوز) د ” استخباراتي ټولنې” په نوم د امریکا ۲۵ کشفي او استخباراتي نهادونو د امریکا پروړاندې د موجودو ګواښوونو په ارزونې سره موندلې، چې د داعش خراسان څانګه به روان میلادي کال په افغانستان کې ډېرې حملې ترسره کړي.

    په دې ارزونه کې، چې د امریکا د امنیت او ملي ګټو پروړاندې احتمالي ګواښوونه په ګوته شوي، له القاعده څخه د یوې کمزورې شوې ډلې په توګه یادونه شوې خو برعکس یې د داعش ګواښ تر ټولو جدي ګڼلی دی.

    په دې ارزونه کې راغلي، چې د داعش خراسان څانګه په دې لټه کې ده، چې د طالبانو حکومت د کمزوري ښودلو په نیت په افغانستان کې د بهرنیو هیوادونو پر اهدافو بریدونه زیات کړي، خو په دې راپور کې د داسې کوم مشخص هیواد نوم نه دی اخستل شوی، چې د داعش له ګواښ سره مخ وي.

    په راپور کې راغلي، چې طالبانو د خپلو ځپوونکو اقداماتو په ترسره کولو سره پر افغانستان خپل کنترول زیات کړی او روان کال به د دوی ټوله هڅه دا وي، څو له نړۍ سره تعامل وکړي.

    د امریکا د استخباراتي ادارو ارزونې ښيي، چې د طالبانو د حکومت پروړاندې د کورنیو مخالفو وسله والو ډلو د تهدید کچه ډېرې ټيټه ده، ځکه د افغانستان خلک له جګړو ستړي شوي او له بل لوري مخالفې وسله والې ډلې نه دومره پیاوړي دي او نه هم بهرنی ملاتړ له ځانه سره لري.

    د امریکا د دغو ۲۵ استخباراتي نهادونو مسوولینو د دوشنبه په ورځ د امریکا د سنا مجلس استعماعیه غونډې ته د خپلو ارزونو د جزیاتو وړاندې کولو پرمهال وویل، چې سیمه ییز قدرتونه به هڅه وکړي، څو په افغانستان کې موجودې ستونزې د همدې هیواد تر جغرافیې محدودې پاتې شي او نورو هیوادونو ته پراخې نه شي، خو ورسره هممهال د طالبانو حکومت د په رسمیت پېژندلو له وړاندیز سره هم په ډېر احتیاط پرمخ ځي.

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    طالبان په افغانستان کې فیسبوک محدود او بندوي

    کوبها نیوزحمل ۱۸, ۱۴۰۳

    د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

    عزت الله صالحيحوت ۱۸, ۱۴۰۲

    د امریکا نوی راپور: طالبانو په خپلو محدودیتونو کې نرمښت نه دی ښودلی او د افغانستان نړیوالې ژمنې یې نقض کړې دې

    کوبها نیوزثور ۴, ۱۴۰۳

    طالبانو د ملګرو ملتونو پر وروستي رپوټ شدید غبرګون وښود

    کوبها نیوزحوت ۱۹, ۱۴۰۲

    لاوروف: طالبان اوس د افغانستان حقیقي ځواک دی

    کوبها نیوزجوزا ۷, ۱۴۰۳

    امریکا له طالبانو سره خبرو ته چمتووالی وښود

    کوبها نیوزثور ۱۲, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.