د کوبها نیوز چلند کوډ

۱- پېژندنه
دغه کړنلاره یا چلند کوډ، د کوبهانیوز د اړوندو ټولو کارکوونکو پر چلند واکمن اصول او معیارونه ټاکي.
دا د خبر او معلوماتو د یوې معترې سرچینې په توګه د کوبها نیوز د باور خوندیتوب، یولاس توب او مسلکي توب لپاره مهم دي.

۲- مسلکي توب او رښتینولي
د کوبها نیوز ټول کارکوونکي د لوړو مسلکي معیارونو، رښتینولۍ او غوره کار په مراعاتولو مکلف دي.
د خبري منځپانګې په تولید کې د مسلکي او بېلانس خبریالۍ ارونو، کره توب، نیاو او بې پریتوب ته ژمن دي.

۳- د کتنپلاوي بې پریتوب
کوبها نیوز د ایډیټوریل بې پریتوب ته ژمنیتا لري. زموږ کارکوونکي او همکاران د هر ډول ناروا سیاسي، سوداګریز او شخصي نفوذ پر وړاندې چې زموږ د منځپانګې عینیت ګواښي، مقاومت کوي.

۴- کره والی او نیاو
زموږ خبریالان د کوبها نیوز د منځپانګې په تولید کې د وړاندې شویو معلوماتو د کره والي او روغتیا په تړاو په ډاډمنتیا مکلف دي.
انډولیز او نیاومن پوښښ، او د خلکو د خوښې وړ مسایلو کې د متنوع نظرونو خپراوی

۵- شخصي حریم
کوبها نیوز خپلو کارکوونکو ته سپارښتنه کوي، چې د افرادو شخصي/خصوصي حریم ته درناوی ولري او له اړتیا پرته د خلکو شخصي ژوندانه ته داخل نه شي.

۶- مسئولیت منل
تېروتنې زر منل او سملاسي یې سمول، عالي فرهنګ دی.
خبریالان باید ځانونه د کوبها نیوز د رپوټونو د کیفیت او اغیز په تړاو مسوول وګڼي.

۷- تنوع
په ټولو اړخونو، توکم، جنسیت، ټبر، مذهب، اقتصادي، سیاسي او ټولنیزې مخینې کې تنوع ومني.
له افغانستان نه د یوه پراخ او بشپړ لید درلودو په خاطر د مختلفو لیدلوریو په پام کې نیول ډاډمن کړي.

۸- قوانینو ته درناوی
د رسنیو پر چلند ټول واکمن اړوند قوانین او مقررې مراعات کړي.
له قانوني معیارونو سره سم د سرچینو د محرمیت خوندیتوب ډاډمن کړي.

۹- انلاین حضوراو ټولنیزې رسنۍ
د ټولنیزو رسنیو د کارولو پرمهال احتیاط او مسوولانه عمل وکړي او دا ډاډ ترلاسه کړي، چې شخصي نظرونه د کوبها نیوز اعتبار نه زیانمنوي.
د شخصي او مسلکي انلاین فعالیتونو ترمنځ باید په څرګند توپیر قایل شي.

۱۰- همکاري او ډله ییز کار
د کوبها نیوز په ټیم کې د یوه دروند ګډ کاري چاپیریال رامنځته کولو ته ژمن واوسي.
د ټیم د غړو ترمنځ پرانېستې اړیکې او رغنده فیډبک وهڅوي.

۱۱- شکایتونه او نیوکې
د مخاطبانو د شکایتونو د ارزونې لپاره د میکانیزمونو جوړول
د رغنده نیوکو او فیډبکونو هرکلی او د چارو د ښه والي پرلپسې هڅې

۱۲- د کوبها له سرچینو ګټه اخستل
د کوبها نیوز سرچینې او امکانات مسوولانه او ګټور وکاروي
معلومات، ټکنالوژۍ او یا ورکړل شوي امکانات ناوړه ونه کاروي.

۱۳- ارزونه او بیا کتنه
د اغیزناکتوب لپاره دغه چلند لاره په دوره یي ډول ارزول کیږي او اپډیټ کیږي.
د کوبها نیوز هر غړی دې کړنلارې ته په ژمن پاتې کېدو سره، د ادارې له اعتبار، باور او ښه تصویر سره مرسته کوي.

کوبها نیوز
د جنوري لومړۍ، ۲۰۲۴