رسنیزه پالیسي

موخه

 ددې پالیسۍ بنسټیزه موخه د کره، بېلانس او بې پرې خبریالۍ په تړاو ډاډ ترلاسه کول، د خبري سرچینو خوندیتوب او له مخاطبانو سره د تعامل پیاوړتیا ده. دغه ژمنتیا د کوبها نیوز په ښه شهرت او د هغه په خوندیتابه کې بنسټیز رول لوبوي.

محدوده

دا پالیسي د کوبها نیوز  پر ټولو خبریالانو، ژورنالیستانو،مدیرانو او کارکوونکو پلې کیږي او د کوبها نیوز ټول دودیز او ډيجیټل چینلونه تر پوښښ لاندې راولي.

مسوولیتونه

 ټول کارکوونکي پر دې رسنیزې پالیسۍ د ځان پوهونې او پلیتابه په تړاو مکلف دي. مدیره پلاوی مسوول دی چې په دې پالیسۍ کې تشریح شوې لارښوونې پلې او وڅاري.

کوبها نیوز د جلاوطنه ژورنالیزم په هر پړاو کې د مسلکي او ژورنالیستیکي اصولو لوړو معیارونو ساتلو ته ژمن دی. په دې کې دقت، عادلانه، انډولیز، مسلکي او اخلاقي راپور ورکول شامل دي.

د منځپانګې تګلاره

د کوبها نیوز له خوا ټول تولید شوي خبرونه او تحلیلي منځپانګه(متن، غږ، تحلیل،ګرافیک او عکسونه) باید د دقت، انصاف او کره والي اصول تعقیب کړي. محرم یا حساس معلومات ښايي له مناسبې اجازې پرته‌افشا نه‌شي. منځپانګه باید د ژورنالیزم له قانوني او اخلاقي معیارونو سره سمون ولري.

د خپراوي حق او معنوي مالکیت

د کوبها نیوز کارکوونکي باید د کاپي حق قانون ته درناوی وکړي او د درېیم شخص د منځپانګې له کارولو یا شریکولو مخکې باید مناسبه اجازه ترلاسه کړي.

په کوبها نیوز کې رامنځ‌ته شوې منځپانګه په رسنۍ پورې اړوندېږي.

د ګټو ټکر

د باور د خوندیتوب او شفافیت لپاره باید کارکوونکي هر ډول د ګټو ټکر چې په رپوټ ورکولو کې ددوی عینیت او بې پریتوب ګواښلی شي، افشا کړي. کتنپلاوی به د وړ ګامونو اخستلو لپاره دغسې ټکرونه ارزوي.

تنوع او پراخ پوښښ

کوبها نیوز ژمنه کوي چې په خپلو رپوټونو کې مختلف نظرونه منعکس کړي. کارکوونکي باید د ټولنې د ټولو پاړکو د غږ، نظرونو او لیدلوریو په پام کې نیولو سره د خبري پېښو پراخ پوښښ او تنوع ډاډمن کړي.

د ژوند چاپیریال مسوولیتونه

کوبها نیوز په خپلو رسنیزو فعالیتونو کې د ژوند چاپیریال په تړاو مسوولانه لارې چارې خپلوي.

له ټولنو سره نږدې پاتې کېدل

له ټولنې سره د مثبتو اړیکو د پیاوړتیا، فیډبک او د خلکو د اندېښنو د درک کولو لپاره کوبها نیوز خپل کارکوونکي او خبریالان له محلي ټولنو سره فعالانه بوختیا ته هڅوي. دا ډول اړیکې او تعاملات له ټولنې د کره او درک وړ خبریالۍ لپاره مرستندوی دي.

د شخصي معلوماتو بې اجازې خپراوی

کارکوونکي/خبریالان باید له اجازې پرته د شخصي معلوماتو له خپراوي سره احتیاط وکړي او په دې برخه کې د شخصي حریم له خوندیتوب او اخلاقي ارونو ځانونه ډاډمن کړي. له دا ډول افشا کولو باید ډډه وشي، مګر دا چې قانع کوونکې عامه ګټې او قانوني توجیه ولري.

مسلکي ظرفیت جوړاوی

کوبها نیوز د خپلو کارکوونکو/خبریالانو د ظرفیت جوړاوي، مسلکي ودې او پرمختګ ملاتړ کوي. د خبریالانو د مسلکي زده کړو، ورکشاپونو او مهارتونو د لوړاوي فرصتونه لټول کیږي څو له اوسمهالې خبریالۍ او رسنیزو معیارونو سره همګامه او همغږي شي.

د کتنپلاوي بې پریتوب

ایډیټوریل به د مسوولانه خبریالۍ د بنسټ په توګه بې پرې وي. د کتنپلاوي پرېکړې باید له بهرنیو اغیزو خالي وي او دا تضمین کړي، چې زموږ رپوټونه بې پرې، کره او د ملي او عامه ګټو لپاره دي.

نوې ټکنالوژي

د رسنیو د لرلید له تکامل سره کارکوونکي هڅول کیږي چې ځانونه له نوې رسنیزې ټکنالوژۍ سره روږدي کړي. له نویو وسایلو نه د مسوولانه او اخلاقي ګټې اخستنې لپاره باید زموږ ژمنتیا او رښتینولي د خبریالۍ له ارونو سره همغاړې وي.

څارنه او تطبیق

کتنپلاوی ( اېډېټوریل بورډ)د دې پالیسۍ د پلیتابه په پار د خبرونو پر منځپانګې، رپوټونو او شننو څارنه کوي.

روزنه او پوهاوی

د کوبها نیوز کارکوونکو ته به د ګومارنې او کار پرمهال د رسنیزې پالیسۍ او تګلارې په اړه روزنه ورکړل شي. د دې رسنيزې پالیسۍ په منځپانګه کې ادلون او بدلون به ټولو کارکوونکو ته په وخت ابلاغ کېږي.

ځیرنه او بیاکتنه: – دا رسنیزه پالیسي به هر کال ارزول کیږي او د اړتیا په صورت کې به يې له اغیز څخه د ډاډ په موخه بیاکتنه کېږي.

تصویب: – دا پالیسي د کوبها نیوز ایډیټوریل بورډ تصویب کړې او له ۰۱.۰۱.۲۰۲۴ څخه د اجرا وړ ده. ایډیټوریل بورډ/کتنپلاوی

کوبها نیوز