د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات

د خبریالانو هوساینه او د هغوی فزیکي او رواني امنیت د کوبها نیوز د پالیسیو په لومړیتوب کې ځای لري.
کوبها نیوز د خپلې پالیسۍ له مخې د خبري پوښښ پرمهال د خپل پرسونل خوندیتوب ته ژمن دی.

د ګواښ ارزونه
کوبها نیوز د دندو او مسوولیتونو له وېش مخکې د پوښښ سیمې، موضوع او سیاسي فضا د خطرونو بشپړه ارزونه کوي.
د کوبها نیوز خبري مدیریت د پوښښ اړوند سیمې تحلیل او ارزونه خپل مکلفیت ګڼي، احتمالي ګواښونه او امنيتي اندېښنې په دقیقه توګه څېړي.

روزنه
کوبها نیوز خپلو خبریالانو ته د جګړې له سیمې د راپور ورکونې، ډیجیټلي امنیت او لومړنیو مرستو په تړاو لازمه محافظتي او امنیتي روزنه ورکوي.
موږ ځان ډاډمنوو چې د پیښې په سیمه کې بوخت خبریالان د افغانستان په څېر چاپیریال کې له ټولو کړنلارو او پروتوکولونو سره بشپړ بلد دي.

بیړنۍ اړیکې
موږ ټولو خبریالانو ته د ورځنیو بېړنیو اړیکو لپاره معلومات ترتیب او برابروو.
خبریالان به د بېړنيو اړیکو د نوملړپه ګډون د قانون پلي کوونکو، طبي امکاناتو او د خبریالانو د خوندیتوب او نورو اړوندو سازمانونو په معلوماتو مجهز وي.

د سفر پروګرامونه
لرې پرتو سیمو او د پېښو سیمو ته سفري پروګرامونه به له همکارانو او ټاکل شویو مدیرانو سره شریکیږي، څو ټول په جریان کې وي.
د سفري پروګرامونو پرمهال به د حساسو معلوماتود شریکولو لپاره د اړیکو له خوندي کانالونو استفاده کیږي.

فزیکي امنیت
د جګړې له سیمې یاهم د بالقوه ګواښ پرمهال به خبریالانو ته لازم محافظتي تجهیزات لکه امنیتي خولۍ او د مرمۍ ضد واسکټ ورکول کیږي.
خبریالانو ته له محافظتي تجهیزاتو د استفادې څرنګوالي په تړاو روزنه ورکول کیږي.

خوندي تګ او راتګ
چاپیریال ته په پام، د تګ او راتګ خوندي انتخابونه په پام کې نیول کیږي، په ځانګړې توګه د ګواښ په سیمو کې.

ډیجیټل امنیت
کوبها نیوز د اړیکو کانالونو او تولیدي محتوا د خوندیتوب لپاره د کوډشویو encrypted اړیکلارو کارول وړاندیزوي.
خبریالان د معلوماتو د هک کېدو او څار د مخنیوي په تړاو د ډیجیټل امنیت میتودونو په تړاو روزنه ترلاسه کوي.

د ټولنیزو رسنیو کړنلارې
د پوښښ پرمهال له ټولنیزو رسنیو د مسوولانه ګټې اخستنې په تړاو لارښوونې وضع شوې دي.
کوبها نیوز د رښتوختځای شریکولو(sharing real-time locations) یا حساسو معلوماتو له امله د بالقوه ګواښونو پر احتمال ټینګار کوي.

د ناورین او کړکېچ مدیریت
د بیړني وضعیت لپاره روښانه کړنلارې جوړې شوې او خبریالانو ته استول کیږي، څو د بېړنیو ګواښونو پرمهال یې وکاروي.

تر پوښښ وروسته ملاتړ
د ننګوونکو دندو له اجرا وروسته له خبریالانو سره ملاتړې ناستې ترسره کیږي. د رواني روغتیا او هوساینې د ملاتړ په هدف مشورو او خدماتو ته په لاسرسي کې ورسره همکاري کیږي.
ددې اقداماتو او محافظتي کړنلارو په پلیتابه سره کوبها نیوز د خبریالانو لپاره یو خوندي او ملاتړی کاري محیط جوړوي او هغوی ددې جوګه کوي، چې د کره او بې پرې خبري پوښښ لپاره خپل مسلکي رول ولوبوي.

کوبها نیوز
ایډیټوریل بورډ