Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»امنیت شورا: د افغانستان په اړه دې ډیالوګ زر پیل شي

    امنیت شورا: د افغانستان په اړه دې ډیالوګ زر پیل شي

    د امنیت شورا په غونډه کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازي د افغانستان د مسئلې په اړه د خبرو د پیل لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو پر اړتیا ټینګار کوي.
    کوبها نیوزکوبها نیوزحوت ۱۶, ۱۴۰۲05 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    U.N Web tv
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    نیویارک (د وږي ۱۷مه، ۱۴۰۲، کوبها نیوز) د افغانستان د مسئلې په اړه د عملي خبرو د پیل په موخه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې برخه والو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي پر ژر تر ژره ټاکلو ټینګار وکړ.
    د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اتنبایوا هم د افغانستان کړکېچ ته د حل لارې موندلو لپاره د خبرو دوام مهم وباله او ویې ویل، چې طالبانو ورته د لیدنو کتنو پر مهال ویلي، چې دوی له نړۍ سره اړیکي غواړي: «طالبان غواړي په نړیوالو غونډو کې ګډون وکړي، ملګري ملتونه به هڅه وکړي چې دوی وهڅوي د دوحې د غونډې په شان کنفرانسونو کې ګډون وکړي.»

    U.N Web tv

    د ملګرو ملتونو دې ډیپلوماټې د امنیت د تامین او له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو د حکومت د لاسته راوړنو په یادولو سره، د ښځو پر زده کړو او کار محدودیتونه، د ټول شموله حکومت د جوړېدو نشتوالی او د ترهګرو ډلو فعالیتونه هغه عوامل وبلل چې دغه لاسته راوړنې یې کمزورې کړې دي.
    فاطمې ګیلاني د امنیت شورا د غونډې یوې بلې ویناوالې د ټول شموله حکومت د جوړولو په اړه د ملګرو ملتونو غوښتنې ته په اشارې سره وویل چې د داسې حکومت رامنځته کېدل هغه وخت ممکن دي چې پخپله افغانانو ته فرصت ورکړل شي:« کله چې موږ په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کوو، باید د تفرقې له رامنځته کولو ډډه وکړو، ځکه دا افراطي مفکورې او سیاستونه را منځته کوي. د داسې جوړښت د رامنځته کولو لپاره باید عملي تګلاره غوره شي.”
    په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی په دې باور دی، چې د افغانستان د مسئلې په اړه د ډیالوګ پیلول د نړیوالې ټولنې انعطاف او له مخشرطونو ډډې کولو ته اړتیا لري.
    په ملګرو ملتونو کې د روسيې د دايمي استازي مرستيالې انا سټينيوا وویل، چې مسکو په دې باور دی، چې د طالبانو له حکومت سره له خبرو پرته د نړيوالې ټولنې غوښتنو ته رسيدګي ناشونې ده: «اوسني وضعيت د نړيوالې ټولنې تفاهم او د افغانستان له اوسنیو واکمنو سره پر یولړ مسایلو تعامل ته اړتيا لري. سوله او ثبات د افغانستان اړتیا ده، ځکه دغه سوله او ثبات په سیمه او نړۍ اغیز کوي، طالبانو ښودلې چې له سیمې او نړۍ سره تعامل غواړي، خو که لویدیځ تمویلوونکي د دې تعامل لپاره شرایط وړاندې کوي، لاسرسی به ورته ستونزمن وي.”

    نړیوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ د اړیکو د عادي کیدو مخالف دي او وایي، ددې تعامل لپاره طالبان باید د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته ځواب ووایي.
    په ملګرو ملتونو کې د امريکا د دايمي استازي مرستيال رابرټ ووډ د امنيت شورا په غونډه کې وويل، چې له طالبانو سره د خبرو اترو د پيلولو لپاره بايد لومړی د ډیالوګ له لارې د حل لارې چارې ولټول شي : «امریکا له طالبانو او نورو افغانانو سره د خبرو لپاره د ځانګړي استازي او لارې نقشې ملاتړ کوي او دا طرح باید په یوې لار نقشې او نړیوالو غوښتنو ته د طالبانو په تعهد پورې مشروطه وي. دا نقشه د یوناما کار هم اسانه کوي او هغه اقتصادي ستونزې به هم حل کړي چې افغانان یې اغیزمن کړي».

    ظاهراً له امریکا سره د چین او روسیې ناندریو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي پر سر هوکړه ځنډولې ده. د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې دغو دریو هېوادونو له طالبانو سره د خبرو لپاره بېلابېلې حل لارې وړاندې کړې.
    د چین د دایمي استازي مرستیال جینګ شوانګ له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو د همکارۍ جلبولو او د هغوی له حکومت سره د تعامل لپاره له حوصلې کار واخلي: «په افغانستان کې له واکمنو چارواکو سره خبرو ته دوام ورکول مهم دي، نړیوالې ټولنې د بشري حقونو، امنیت او حکومتولۍ برخه کې له طالبانو یو لړ غوښتنې کړې، د دې غوښتنو د تحقق لپاره باید نړیواله ټولنه له طالبانو سره په حوصله او زغم کار وکړي. د دغو غوښتنو د حصول لپاره باید میکانیزمونه ولټول شي، له مخشرطونو باید ډډه وشي.»
    په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي سرپرست استازي نصير احمد فايق د روزا اتنبايوا پر وينا نيوکه وکړه او ويې ويل، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له سختو حالاتو سره سره هغې په خپلو خبرو کې یادونه ونه کړه. فایق له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره د خبرو اترو په هدف هڅې ګړندۍ کړي: “افغانان دوحې ته د یوه نوي پیل او بدلون په سترګه ګوري، د دوحې راتلونکې ناسته باید د بشري حقونو د نقض، د ښځو د حقونو او هر ډول سرغړونو په اړه رښتینی چلند ولري. له طالبانو سره تعامل باید د شته تروریستي ګواښونو او د ښځو د حقونو د تامین پر بنسټ وي، ځکه افغان ولس له طالبانو سره د اړیکو د عادي کېدو په اړه اندېښمن دی.»
    ظاهراً ملګري ملتونه نه دي توانېدلي چې د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه د افغانستان په مسله کې د ښکېلو هېوادونو په ځانګړې توګه امریکا، چین او روسیې موافقه ترلاسه کړي، ځکه له دوحې وروسته دا دویمه غونډه ده چې ددغسې یوه توافق څرک پکې نه ترسترګو کیږي.

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    طالبانو حکومت: د بدخشان کروندګرو ژمنه وکړه چې د کوکنارو د له منځه وړلو مخه به نه نیسي

    کوبها نیوزثور ۱۸, ۱۴۰۳

    مولوي عبدالکبیر: نړۍ له موږ سره له تعامل پرته بل انتخاب نه‌لري

    کوبها نیوزحوت ۱۳, ۱۴۰۲

    د طالبانو دفاع وزارت: داعش له پاکستانه زموږ پر ضد بریدونه تنظیموي

    کوبها نیوزثور ۱۹, ۱۴۰۳

    د ایران له لارې د افغان سوداګرو د وارداتو او صادراتو کچه درې برابره لوړه شوې ده

    کوبها نیوزحمل ۲۰, ۱۴۰۳

    سپينه‌ماڼۍ: امریکا له اسراییلو سره په غزه کې د لنډمهالي اوربند په اړه خبري کوي

    کوبها نیوزحوت ۱۳, ۱۴۰۲

    د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

    عزت الله صالحيحوت ۱۸, ۱۴۰۲

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.