Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»نړۍ»تحریک انصاف د فدرال او پنجاب حکومتونو لپاره له مذهبي ګوندونو سره ایتلاف کوي

    تحریک انصاف د فدرال او پنجاب حکومتونو لپاره له مذهبي ګوندونو سره ایتلاف کوي

    د پاکستان په ملي شورا کې یو ګوند د ساده اکثریت ګټلو لپاره لږ تر لږه ۱۶۹ څوکیو ته اړتیا لري. له مجلس وحدت المسلمین (MWM) سره په یوځای کیدو سره، د تحریک انصاف ملاتړي کاندیدان په احتمالي توګه د پاکستان په پارلمان کې د دوی د ټولو څوکیو په تناسب له ۲۰ څخه ډیر ریزرف څوکۍ ګټلی شي.
    کوبها نیوزکوبها نیوزدلو ۲۵, ۱۴۰۲03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    عکس: د عمران خان د تحریک انصاف پلویان د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په ۹ مه په پېښور کې د انتخاباتو د راستانه شوي افسر د دفتر مخې ته لاریون کوي. © عبدالمجید، AFP
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    اسلام اباد – د پاکستان تحریک انصاف (PTI) د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په مرکز او پنجاب کې به د مجلس وحدت مسلمین (MWM) او په خیبر پښتونخوا کې د جماعت اسلامي سره په ګډه حکومت جوړ کړي.

    دا مهال د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې د تحریک انصاف ګوند له ملاتړه برخمن نوماندان تر ۹۰ زیاتې څوکۍ لري، چې د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې له ۲۶۶ څوکیو څخه د نواز شریف مسلم لیګ له ۷۵ څوکیو او د خلکو ګوند له ۵۴ څوکیو ډېرې دي. د پاکستان د پارلمان د ۷۰ ځانګړو څوکیو په ګډون د ټولو څوکیو شمېر ۳۳۶ ته رسېږي.

    د ساده اکثریت ګټلو لپاره یو ګوند د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې لږ تر لږه ۱۶۹ څوکیو ته اړتیا لري. د مجلس وحدت المسلمین سره په یوځای کیدو سره، د تحریک انصاف ملاتړي کاندیدان په احتمالي توګه د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې د دوی د ټولو څوکیو په تناسب له ۲۰ څخه زیاتې ځانګړې څوکۍ ګټلی شي.

    د ایکسپریس نیوز د راپور له مخې، له مجلس وحدت مسلمین سره له یو ځای کېدو وروسته د ځانګړو څوکیو د ترلاسه کولو لپاره، د تحریک انصاف ملاتړي نوماندان باید د پاکستان د ټاکنو کمېسیون ته لوړې وړاندې کړي چې له مجلس وحدت مسلمین سره یې د تړاو تصدیق کړی. سربیره پردې، د یاد ګوند مشر باید د خپلواکو نوماندانو د منلو لپاره د ټاکنو کمیسیون ته لیکلې تاییدپاڼه وړاندې کړي.

    تحریک انصاف ګوند دغه اعلان لږ وروسته له هغه وکړ چې د پاکستان د جماعت اسلامي مرستیال امیر لیاقت بلوچ د حکومت جوړولو په اړه د دواړو ګوندونو ترمنځ د روانو خبرو پخلی وکړ. بلوچ د تحريک انصاف اوسني مشر بيرسټر ګوهر، علي امين ګنډاپور او سناتور اعظم سواتي سره د ټيلي فوني اړیکې یادونه وکړه او ویې ویل، چې جماعت اسلامي او تحریک انصاف د ګډ کار لپاره دوه اړخیز رضايت څرګند کړی.

    سرچینې وايي، د دواړو ګوندونو مشران به ډېر ژر په اسلام اباد کې سره وګوري او پر نورو جزئیاتو به خبرې وکړي او د حکومت جوړولو یا د اپوزیسیون د رول په اړه به شته انتخابونه وڅېړي.

    له ایکسپریس نیوز سره په مرکه کې بلوچ وویل: “موږ د تحریک انصاف له مشرانو سره په تماس کې یو، که تحریک انصاف د خپلو خپلواکو نوماندانو د ساتنې لپاره جماعت اسلامي ته اړتیا ولري، موږ به یې هرکلی وکړو. د یوه سیاسي ګوند په توګه موږ پرانېستې پالیسي لرو او هیڅ ډول غوښتنې نه لرو. تحریک انصاف ګوند تر اوسه په دې اړه خپلې غوښتنې نه دي مطرح کړې”.

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    رینا امیري له جاپاني چارواکو د افغانستان پر مسایلو خبرې وکړې

    کوبها نیوزحمل ۲۳, ۱۴۰۳

    کرزی او پوتزل په افغانستان کې د ملي تفاهم پر اړتیا غږېدلي

    کوبها نیوزحوت ۱۶, ۱۴۰۲

    د افغانستان ناخالص تولیدات له پراخ کمي سره مخ دي

    کوبها نیوزحوت ۱۳, ۱۴۰۲

    هند له افغانستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخوي

    کوبها نیوزحوت ۱۷, ۱۴۰۲

    اسراییل او حماس په غزه کې د اوربند په اړه هوکړې ته و نه رسېدل

    کوبها نیوزحمل ۲۰, ۱۴۰۳

    کاناډا له پاکستان نه ۳۳۳ نور افغانان انتقال کړل

    کوبها نیوزحوت ۱۹, ۱۴۰۲

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.