انقره(کوبها نیوز)- د ترکیې په اماسیا ولایت کې له یوه ټریلر موټر څخه ۴۰ تنه افغانان نیول شوي.
د ترکيې پوليس وايي، ددغو کسانو لېږدوونکی ټرېلر موټر چې د جورجیا نمبرپلېټ یې درلود، په اماسيا کې د پوليسو د ټيمونو له خوا د پلټنې په هدف ودرول شو او وروسته ټول ونیول شول او امنیتي حوزې ته ولېږدول شول.
پولیس وایي، ټرېلر د اغري له دوغوبیازیت سیمې څخه ترکیې ته داخل شوی او د استانبول په لور روان و.
د ترکي رسنیو د رپوټونو له مخې، د اماسیا ولایت د امنیې قوماندانۍ د قاچاق پر وړاندې د مبارزې ټیم وايي، په ټریلر کې د یوې ښځې په ګډون ۴۰ تنه افغان کډوال موندل شوي.
نیول شوی موټر چلوونکی شیهموس ګلر (۵۰ کلن) محکمې ته تر لېږلو وروسته په زندان محکوم شوی او افغان کډوال د پولیسو په حوزه کې د قانوني پړاوونو له طی کولو وروسته د اخراج لپاره د اماسیا ولایت د کډوالو ادارې ته سپارل شوي دي.