Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    دوشنبه, ۱۹ جوزا, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»د اسلامي همکاریو سازمان طالبان د ښځو حقونو اعادې ته هڅوي

    د اسلامي همکاریو سازمان طالبان د ښځو حقونو اعادې ته هڅوي

    "په تېرو دوو ورځو کې ددغه سازمان پلاوي چې د بشري حقونو کمېسیون اجرائیوي رئیسه ډاکټره نوره الرشود، د فرهنګي، ټولنیزو او کورنیو چارو عمومي رئیسه امینه الحجیري او د ښځو د پراختیا سازمان اجرائیوي رئیسه افنان الشعیبي پکې شاملې دي، د طالبانو له ګڼو جګپوړو چارواکو سره کتلي"
    کوبها نیوزکوبها نیوزثور ۱, ۱۴۰۳02 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    کابل(کوبها نیوز)— د اسلامي همکاریو سازمان یو پلاوی له تېرو دوو ورځو راهیسې په کابل کې دی، چې د طالبانو له حکومت سره د ښځو د حقونو، بشري حقونو او د نجونو د زده کړو په تړاو له نږدې وغږیږي.

    په دغه پلاوي کې چې اکثریت یې ښځې دي، په بشري، فرهنګي او ټولنیزو چارو کې د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال او د افغانستان لپاره د یاد سازمان د سرمنشي ځانګړی استازی ډاکټر طارق علي بخیت، د اسلامي همکاریو سازمان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون اجرائیوي رئیسه ډاکټره نوره الرشود، د فرهنګي، ټولنیزو او کورنیو چارو عمومي رئیسه امینه الحجیري او د ښځو د پراختیا سازمان اجرائیوي رئیسه افنان الشعیبي شامل دي.

    دغه پلاوي په تېرو دوو ورځو کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر، د ټولنیزو چارو وزیرانو او د ریاست الوزرا له مرستیال او یو شمېر نورو چارواکو سره کتلي او د دې کتنو یو مهم اړخ د ښځو حقونه او د نجونو زده کړې دي.

    د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې کوبها نیوز ته له نومښودنې پرته وویل چې “د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي ډېر تمرکز د ښځو پر حقونو او د نجونو پر زده کړو دی چې د اسلامي شریعت په رڼا کې بېرته اعاده شي او په دې توګه افغانستان له اسلامي نړۍ او نورې نړۍ سره وصل شي.”

    د طالبانو چارواکو په دې ناستو کې د اسلامي همکاریو له سازمان نه غوښتي چې په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ ور وسپاري او په ګامبیا هېواد کې ددغه سازمان راتلونکې ۱۵ مې غونډې ته ددوی استازی هم ور وبولي.

    دمګړۍ د اسلامي همکاریو سازمان د کابل لپاره یو ځانګړی استازی ټاکلی او په افغانستان کې یې د خپلو انکشافي پروژو د پلیتابه لپاره د طالبانو له حکومت سره د مستقیم تعامل پرځای غوره ګڼلې چې د ترکیې د تیکای او د اذربایجان د انکشافي مؤسسو له لارې را وړاندې شي.

    ټاکل شوې د اسلامي همکاریو سازمان پلاوی د طالبانو له نورو مشرانو او احتمالا ددې ډلې له روحاني مشر ملاهبت الله اخوندزاده سره هم وګوري، خو نوموړي له دې وړاندې په مکرر ډول د اسلامي نړۍ د علماوو له پلاویو سره له لیدنې انکار کړی.

    افغانستان، پر ښځو محدودیتونه، د نجونو مکتبونه، طالبان، طالبانو سره تعامل،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    خلیلزاد: بایډن طالبانو ته د شرطونو په نه ایښودلو سره د سولې خبرې ناکامه کړې

    کوبها نیوزثور ۱۳, ۱۴۰۳

    ملګري ملتونه؛ تېر یوه کال کې د مهاجرت پر لاره ۱۱۸۱ افغانان مړه شوي

    احسان الله سهاکحمل ۸, ۱۴۰۳

    اټکل کېږي چې د اپريل پر اتمه به لمر تندر ونیسي

    کوبها نیوزحمل ۵, ۱۴۰۳

    د ملګرو ملتونو ګزارشګر: د ښځو او نجونو د حقونو نفی کول د طالبانو د سیاست برخه ګرځي

    کوبها نیوزثور ۱۲, ۱۴۰۳

    متیو میلر: د طـــالبانو له بنده د امریکایي تبعه د ازادولو لپاره هڅې کوو

    کوبها نیوزحمل ۱۰, ۱۴۰۳

    د اسلامي همکاریو سازمان له طالبانو سره د خبرو لپاره رغنده چلند مهم بللی

    کوبها نیوزثور ۱۶, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.