لندن( ۱۹ کب ۱۴۰۲) په تبعید کې د افغانستان د موسیقي ملي انیسټیټوټ رییس وايي، په پام کې لری چې د “شکست سکوت” په نوم دغسې نور کنسرټونه په لندن، لیورپول، منچستر او بیرمنګام ښارونو کې هم ترسره کړي.
احمد ناصر سرمت په خپل اېکسپاڼه ليکلي، د دې کنسرټونو موخه د افغان فرهنګ او موسیقۍ ژوندي ساتل او په هېواد کې د مېرمنو پر وړاندې د ده په ټکو “جنسیتي تبعیض” ته د نړۍ پام را اړول دي.
د افغانستان د موسیقي ملي انیسټیټوټ زدهکوونکي په ۲۰۲۱ م کال کې د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته پرتګال ته لاړل او اوس له هغه هېواده په تبعید کې خپل فعالیتونه پر مخ وړي.