کابل (کوبهانیوز) – د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، سږ کال د ایران له سوداګریزو بندرونو د وارداتو او صادراتو کچه درې برابره لوړه شوې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، خانجان الکوزی وايي، له پاکستان سره د سوداګریزو او ټرانزیټي ستونزو له زیاتېدو او د پاکستان له خوا د سوداګریزو بندرونو په پرله پسې بندیدو سره، افغان سوداګر اوس د خپلو صادراتو او وارداتو لپاره د ایران له لارې کار اخلي.
ښاغلی الکوزی وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې پاکستان څو ځلی خپل سوداګریز بندرونه د سوداګرو پر مخ وتړل، له همدې امله د تېر کال په پرتله سږ کال د ایران له لارې د افغان سوداګرو د صادراتو او وارداتو کچه درې برابره لوړه شوې ده.
په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سوداګرو او پانګوالو سره د مشورتي ناستې په ترڅ کې، د صادراتو او وارداتو لپاره د بدیلو ټرانزیټي لارو د موندلو له هڅو خبر ورکړ.
د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي، د لومړۍ مشورتي ناستې اکثرو برخه والو د ایران د چابهار بندر له لارې د سوداګریزو توکو د وارداتو او صادراتو د زیاتوالي په اړه سلا مشورې ورکړی.