Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ وزارت بلخ ولایت کې د مولانا خانقا رغوي

    د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ وزارت بلخ ولایت کې د مولانا خانقا رغوي

    د بلخ د اطلاعات او فرهنګ ریاست وايي، د دغې ابدې د رغولو ترڅنګ په دغه سیمه کې ۳۰ جرېبه ځمکه باندې سیلانیانو ته ځای هم جوړېږي.
    kadminkadminحمل ۷, ۱۴۰۳02 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    مزارشریف (کوبها نیوز، ۶ وری ۱۴۰۲): د طالبانو اطلاعات او فرهنګ وزارت روان کال په بلخ ولایت کې د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي خانقا د رغولو چارې پیلوي.

    د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي د خانقا رغولو چارې که څه هم شاوخوا یوه لسیزه وړاندې د ترکیې هېواد له لوري پیل شوې وې خو د ځینو ستونزو له امله یې چارې وځنډیدې.

    اوس د بلخ ولایت د اطلاعات فرهنګ رییس ذبیح‌الله نوراني وایي، سره له دې چې یې ترکیې هېواد ته د دغې تاریخي ابدې د بیارغولو وړاندیز کړی خو د هغوی له لوري یې غوښتنه رد شوې ده.

    هغه زیاتوي، چې د دوی د سرپرست حکومت د اطلاعات او فرهنګ وزارت غواړي روان کال د دغې ابدې د بیارغولو چارې پیل او په دې برخه کې پانګونه وکړي.

    د نوموړي په وینا د دغې ابدې د رغولو ترڅنګ په دغه سیمه کې ۳۰ جرېبه ځمکه باندې د سیل لپاره ځای هم جوړېږي.

    نوراني دغه راز زیاته کړه، چې د تاریخو ابدو د ساتنې او د خپلسرو کېندنو په موخه صفر ۱۲ قطعه ګمارل شوې او تر دا مهاله یو شمېر کسان هم د خپلسرو کېندنو په تور نیول شوي محکمې ته معرفي شوي دي.

    بل خوا د بلخ ولایت یو شمېر اوسیدونکي د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې د نورو تاریخي ابدو د ساتنې ترڅنګ د هغوی رغولو ته لاس په کار شي.

    د بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ اوسیدونکی سیدرسول وايي، یاده ولسوالۍ کې بې شمېره تاریخي ابدې شتون لري او زیاتوي چې حکوما یې باید رغولو لپاره لاس په کار شي.

    د یادې ولسوالۍ بل اوسیدونکی عیسي‌خان هم ورته غوښتنه کوي او وایي چې د تاریخي او فرهنګي ابدو له جوړیدو سره به د سیلانیانو ورتګ دې پام وړ زیاتوالي راشي او تر څنګ حکومت ته به د عواید ښه سرچینه جوړه شي.

    په همدې حال بلخ کې د تاریخي ابدو د ساتنې قطعې ۰۱۲ پنځم ټولي قومندان اخترمحمد عثماني وایي، چې دغې قطعې په بلخ ولایت کې یو شمېر کسان د خپلسرو کېندنو په تور نیولي او سزا یې ورکړې ده.

    هغه خبرداری ورکوي، چې خلک دې له خپلسرو کېندنو لاس واخلي او کنه قانوني چلند به ورسره کوي.

    دا په داسې حال کې ده، تر دې وړاندې د بلخ ولایت اوسیدونکو له حکومته د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي د خانقل سربېره د ځینو نورو تاریخي ابدو د جوړولو غوښتنه کړې وه.

    راپور: سهراب ستانکزی

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    د پاکستان په دیني مدرسو کې د افغان زده کوونکو نوم لیکنه ودرول شوه

    کوبها نیوزثور ۱۵, ۱۴۰۳

    د طــالبانو د مشر اختریز پیغام کې د نجونو تعلیم ته هیڅ اشاره نه ده شوې

    کوبها نیوزحمل ۱۸, ۱۴۰۳

    د افغان ځوانانو ارکسټر په بريټانیا کې د خپلو کنسرټونو لړۍ پيل کړه

    کوبها نیوزحوت ۱۹, ۱۴۰۲

    عشق‌اباد کې د افغان توکو نندارتون په پرانېستل کېدو، د افغان ـ ترکمن سوداګرۍ کنفرانس پيل شو

    کوبها نیوزحوت ۱۴, ۱۴۰۲

    د هند دفاع وزیر: که اړتیا شوه زموږ ځواکونه به د ترهګرو د وژلو لپاره پاکستان ته ننوځي

    کوبها نیوزحمل ۱۷, ۱۴۰۳

    طالبانو حج ته د تلونکو حاجیانو لګښتونه اعلان کړل

    کوبها نیوزحمل ۷, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.