کابل( ۱۶ کب ۱۴۰۲) د ملګرو ملتونو د سرمنشي له خوا د افغانستان په اړه د وروستي درې میاشتني راپور له مخې، د تېر میلادی کال له نومبر څخه د روان کال تر جنورۍ پورې امنیتي پېښې ۳۸ سلنه زیاتې شوې دي.
د دغو پیښو ډیری برخه د مخدره توکو په کښت او تولید کې ښکیلو افرادو سره شخړې دي.
رپوټ وايي، د طالبانو د نظامي مخالفانو بریدونه لا هم دوام لري ، خو دا یې د طالبانو واک ته جدي ننګونه نه ده بللې. .
د رپوټ له مخې، د داعش بریدونو کې د تېرکال د ورته مودې پرتله کموالی راغلی دی. رپوټ وایی د داعش د بریدونو موخه هم تر ډیره شیعه ملکي وګړي او د طالبانو غړي دي.
د طالبانو حکومت تراوسه دې رپوټ ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې ورته اندیښنې رد کړي او امنیت د ډاډ وړ بولي.
شنبه, ۸ جدی, ۱۴۰۳
وروستي مطالب:
- اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
- د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
- بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
- حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
- جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
- قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل