Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    چهارشنبه, ۳۱ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»رپوټونه او فیچرونه»د نوي ښوونیز کال پيل سره سم؛ اووم ټولګيو ته بریالۍ زده‌کوونکې له زده‌کړو بې‌برخې شوې

    د نوي ښوونیز کال پيل سره سم؛ اووم ټولګيو ته بریالۍ زده‌کوونکې له زده‌کړو بې‌برخې شوې

    د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست د ښوونیز کال د پيلېدو په تړاو جوړه شوې غونډه کې د دیني او عصري علومو پر کیفیت ټينګار وکړ او دا علوم يې اړين وبلل، خو دنجونو ښوونځیو د پرانېستلو په اړه یې څه ونه ویل
    کوبها نیوزکوبها نیوزحمل ۱, ۱۴۰۳03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    کابل( د وري لومړۍ ۱۴۰۳): د نوي ۱۴۰۳ ل کال له پېلېدو سره سم، نن د هېواد په ټولو سړو سیمو کې ښوونیز کال هم پيل شو چې، ويل کېږي يو اعشاريه دوه ميليونه نوي زده‌کوونکي به ښوونځیو ته داخل کړای شي.

    د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست د ښوونیز کال د پيلېدو په تړاو جوړه شوې غونډه کې د دیني او عصري علومو پر کیفیت ټينګار وکړ او دا علوم يې اړين وبلل.

    مولوي حبیب الله آغا په دې مراسمو کې چې د کابل په اماني لیسه کې نېول شوي وو، له شپږم پورته نجونو ټولګیو د بیرته پرانستلو او زده‌کړو د بیا پیل په اړه هیڅ و نه ويل.

    خو په هېواد کې د نوي تعلیمي کال له پېلېدو سره جوخت ټولې هغه نجونې چې همدا سږکال اووم ټولګيو ته بریالي شوې له زده‌کړو بې‌برخې شوې.

    تراوسه رسمي ارقام نه دي وړاندې شوي، چې سږکال به اووم ټولګیو ته بریالۍ شوې څومره نورې نجونې له زده‌کړو بې‌برخې کېږي، خو غېر رسمي شمېرې، دا ارقام تر درې سوه زره ډېر ښي.
    هيله او مریم دوه همزولې خویندې دي، چې تر ژمنۍ رخصتۍ دمخه اووم ټولګي ته بریالۍ شوې او د نوي تعليمي کال پيلېدو سره سم نن ښوونځي ته نه وې تللې.

    د دې نجونو پلار نورمحمد کوبها‌نیوز ته وويل: “زما لوڼو حتا د شپږم ټولګي د وروستۍ ازموینې پر مهال ويل، کاش ناکامې شو ځکه د اووم ټولګیو ښوونځي خو تړلي دي.”

    هغه وايي،کورنۍ یې خواشینې ده چې لوڼې به يې نور زده‌کړو ته دوام نه شي ورکولی.

    څه باندې ۹ سوه ورځې کېږي چې، د طالبانو حکومت په افغانستان کې له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

    مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د نوي کال په مناسبت یوه غږیزه پيغام کې له زدکړو د نجونو محرومیت ځوروونکی او بربادوونکی بللی دی.
    غني په دې پيغام کې ويلي:”په افغانستان کې نجونې د قران له حکم او پیغمبر ص د لارښوونو خلاف، له زده کړو محرومې دي”

    په ورته مهال، پخواني ولسمشر حامد کرزي له افغان زلميانو او پېغلو غوښتي چې, پوهې او لوړو زده کړو ته د لاس رسي لپاره له هيڅ راز هڅو لاس وانخلي. کرزي د نوي کال په مناسبت په خپاره کړي پيغام کې ويلي, تمه لري چې هيوادوال له نوي کال څخه په الهام، هغه پرمختګ ته چې دوی يې وړ دي ورسيږي.

    د سولې عالي شورا پخواني رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هیله ښودلې چې په نوي کال کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانستل شي او د هېواد باعزته مېرمنو ته، چې زموږ د ټولنې نیمايي برخه جوړوي، د کار زمینه برابره شي.

    په هېواد کې د طالبانو له بیا ځل واک ته رسېدو سره سم، له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځي تړل شوي. که څه هم طالب چارواکي بیا بیا وايي چې د نجونو د زده‌کړو پر تګلاره کار کوي، خو دا درېيم کال دی چې تراوسه دا تګلاره نه ده نهايي شوې.

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    لاوروف: طالبان اوس د افغانستان حقیقي ځواک دی

    کوبها نیوزجوزا ۷, ۱۴۰۳

    پاکستان شمالي وزیرستان کې عملیاتو ته تیاری نیسي

    کوبها نیوزثور ۲۸, ۱۴۰۳

    د طالبانو مامورین د جمهوریت کارکوونکي روحي شکنجه کوي

    کوبها نیوزحمل ۱۶, ۱۴۰۳

    غزه کې د بشري ناورین په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي خبرداری

    کوبها نیوزحمل ۵, ۱۴۰۳

    د رسنیو د دفاع سازمانونو پر “افغانستان انټرنشنال” د طالبانو بندیزونه وغندل

    کوبها نیوزثور ۲۰, ۱۴۰۳

    خبریالانو مرکز: افغانستان کې د رسنیو ازادۍ وضعیت اندېښمنوونکی دی

    کوبها نیوزحوت ۲۷, ۱۴۰۲

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.