کابل (۱۴ حوت ۱۴۰۲) رپوټونه وايي، چې په غزه کې د مرستو پر يوې بار لارۍ هوايي بريد کې نهه فلسطیني وګړي وژل شوي دي.
د رپوټونو پر بنسټ دا پېښه د غزې د دیرالبلا په سیمه کې رامنځته شوې ده.
ځايي اوسېدونکو رسنيو ته ويلي، د مرستو پر دې کاروان برید، د دوی په ټکو د اسراييلو د هوايي ځواک جیټ الوتکو کړیدی؛ خو اسراييلو ځواکونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دیرالبلا په غزه کې خوندي سیمه اعلان شوی وه او د غزې د ګڼو هغوو سیمو خلک ور بېځایه شوي دي چې اسراییلو د هوايي او ځمکنیو عملیاتو لاندې دي.
بلخوا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق یا یونېسف ويلي چې په غزه کې د لوګي او ناس ناستې ناروغۍ له امله د ماشومانو مړینه ډېره شوې ده.
یونېسف ويلي چې، همدا اوونۍ د يادې سیمې د “کمال ادوان روغتون” کې ۱۵ ماشومان د خوارځواکۍ او ناسناستې ناروغۍ له امله مړه شوي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې خبردارۍ ورکړی چې، که غزه ته د مرستو او درملو د لېږد لړۍ چټکه نه شي، پّ ياده سیمه کې به د ماشومانو د مړينې کچه به لوړه شوه.
شنبه, ۸ جدی, ۱۴۰۳
وروستي مطالب:
- اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
- د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
- بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
- حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
- جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
- قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل