لندن (کوبهانیوز) – د بريټانيا صدراعظم ريشي سنک د دوشنبې په ورځ وويل چې په لسو اوونيو کې به د هغو مهاجرو لومړۍ ډله چې په ناقانونه توګه بريټانيا ته ورغلي، روانډا ته واستول شي.
د بريتانيا د پارلمان د ځينو غړو له فشار او د دغه هېواد د یو شمیر پوځیانو له غوښتنې وروسته، ريشي سوناک د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، هغه افغانان چې د دغه هېواد د پوځي ماموريت پر مهال يې له بریټانیوي پوځ سره همکاري کړې، روندا ته به ونه لېږل شي.
د برتانیې او روانډا ترمنځ دوه کاله مخکې د شوې موافقې پر اساس، لندن پریکړه کړې چې هغه کډوال چې په غیر قانوني توګه دغه هیواد ته داخل شوي دي، د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو تر څیړلو به رواڼډا ته واستول شي.
د بريټانیوي عسکرو د افغان همکارانو د حقونو يو فعال رفيع هوتک اسکایی نیوز ته ویلي، د هغو افغانانو د اندېښنو تر څنګ چې تازه بريتانيا ته رسېدلي دي، د بريتانوي پوځيانو په زرګونه پخواني همکاران اوس په نورو هېوادونو کې په بد حالت کې ژوند تیروي.