کابل (کوبها نيوز)- د طالبانو د ارشاد حج او اوقافو وزير نن د سې شنبې پر ورځ يوې خبري ناستې ته وويل چې سږکال يې د حج د مراسمو لپاره ټول تدابیر نیولي.
سرپرست وزير مولوي نور محمد ثاقب د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز ناستې ته وویل چې د حاجیانو سهمیه دېرش زره او د حج فریضې د اداء کولو لپاره د هر حاجي ټول لگښت (۳۸۶۵.۹۸) امریکایي ډالره دی چې معادل یې (۲۷۷۰۰۶،۷۴) افغانۍ کېږي. د اهل تشیع حاجیانو لپاره د هغوی اضافي لګښتونو لګښتونو ته په پام، د پنځوس ډالرو په تفاوت د هر حاجي ټول لګښت ۳۹۱۵.۹۸ امریکایي ډالر، چې معادل یې ۲۸۰۵۸۹،۳۶ افغانۍ کیږي، ټاکل شوی.
د طالبانو د ارشاد حج او اوقافو وزارت وایي، له سعودي عربستان څخه د افغانستان لپاره دیرش زره د حج سهمیه اخیستل شوې او د لازیاتې سهمیې غوښتنه هم شوې ده.
“راکړل شوې سهمیه په شفاف او عادلانه توگه په ټول هېواد کې د حج په متقاضیانو وېشل کیږي او د یو شمېر متقاضیانو نوملیکنه پیل شوې ده. د سږکال حج سهمیه کې د عامو حاجیانو ترڅنګ، مجاهدینو (طالبانو)، دولتي اداراتو، د شهیدانو د ورثه وو ، په ایران او پاکستان او نور هیوادونو کې د مهاجرینو لپاره هم سهمیې په جلا جلا توگه مشخصې شوې دي”.
د طالبانو د ارشاد حج او اوقافو وزارت وایي، په مکه او مدینه منوره کې یې مسجدالحرام او مسجد النبوي ته نږدې ودانۍ کرایه کړې او د درې وخته ډوډۍ انتظام هم په پام کې نیول شوی، خو دا په داسې حال کې ده چې هر کال افغان حاجيان اخستل کیدونکي لګښت ته په پام د کمزورو خدماتو له امله نيوکې کوي.