Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانان په تبعید کې»طالبانو حکومت: د بدخشان کروندګرو ژمنه وکړه چې د کوکنارو د له منځه وړلو مخه به نه نیسي

    طالبانو حکومت: د بدخشان کروندګرو ژمنه وکړه چې د کوکنارو د له منځه وړلو مخه به نه نیسي

    د بدخشان ولایت د ارګو او درایم ولسوالیو اوسېدونکو د جمعې په ورځ وروسته له هغې مظاهرې وکړې چې د طالبانو د سیمه ییز حکومت له خوا په دغو دوو ولسوالیو کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو پلان پیل شو.
    کوبها نیوزکوبها نیوزثور ۱۸, ۱۴۰۳03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    کابل (کوبهانیوز) – طالبان وايي چې په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کروندو پر سر رامنځته شوی ستونزه هواره شوې او د دوی پلاوی له ځايي خلکو سره هوکړې ته رسېدلی دی.

    د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې له کابل څخه استول شوي پلاوي د سه شنبې په ورځ د بدخشان ولایت په مرکز، فیض اباد کې د درایم او ارګو ولسوالیو له استازو سره وکتل او د کوکنارو د کروندو پر سر د رامنځته شویو ستونزو په اړه یې خبرې وکړې.

    د طالبانو د حکومت ویاند لیکلي چې د سیمې خلکو د دوی له پلاوي سره ژمنه کړې چې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو له پروسې به ملاتړ کوي او مخنیوی به یې نه کوي.

    طالبان د بدخشان پر ولسي مظاهرو ډزې کوونکي محاکمه کوي

    د طالبانو حکومت له خلکو سره ژمنه کړې چې څو ورځې وړاندې په لاریونونو کې زیانمنو شویو کسانو ته به رسیدنه کوی، خو د طالبانو د حکومت ویاند دا ونه ویل چې له هغو کسانو سره به څه وکړي چې پر مظاهره کوونکو یې ډزې کړي او یو ځوان یې وژلی دی.

    د طالبانو د حکومت ویاند ادعا کړی چې د بدخشان خلک د دوی د کوکنارو د اړولو د پلان ملاتړ کوي، خو د دې ژمنې په بدل کې یې کروندګرو ته د اقتصادي مرستو او د کوکنارو د بدیل کښت یادونه نه ده کړی.

    د بدخشان ولایت د ارګو او درایم ولسوالیو اوسېدونکو د جمعې په ورځ وروسته له هغې مظاهرې وکړې چې د طالبانو د سیمه ییز حکومت له خوا په یادو ولسوالیو کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو عملیات پیل شول.

    د لاريون پر مهال وسله والو طالبانو پر لاريون کوونکو ډزې وکړې، چې له امله يې يو ځوان ووژل شو او يو شمېر نور ټپيان شول.

    د یکشنبې په ورځ د طالبانو حکومت د دفاع وزارت لویی درستیز، قاري فصیح الدین په مشرۍ یو پلاوی بدخشان ته واستول شو چې له ځايي خلکو سره خبرې وکړي.

    که څه هم ټاکل شوې وه چې دغه پلاوی درایم او ارګو ولسوالیو ته هم سفر وکړي، خو د نامعلومو دلایلو له امله دغه پلاوی له تېرو دوو ورځو راهیسې د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې پاتې شوی او نن د دغو دوو ولسوالیو استازي مرکز ته راغلي وو او له پلاوي سره خبرې وکړې.

    طالبان د کوکنارو له منځه وړو کې له ولسي مقاومت سره مخ دي

    د بدخشان کروندګر وايي، له دوو کلونو راهیسې دوی ته د کوکنارو د کښت د مخنیوي په اړه خبر ورکړل شوی، خو د طالبانو حکومت نه دی توانېدلی چې له دوی سره لازمې اقتصادي مرستې وکړي او د کوکنارو بدیل کښت ورکړي.

    د ۱۴۰۱ کال د حمل په ۱۶مه د طالبانو مشر د کوکنارو د کښت د بندولو حکم وکړ، خو له ژمنو سره سره نه دوی او نه ملګري ملتونه بزګرانو ته د کوکنارو کښت د بدیل کښت په برابرولو نه دی بریالي شول.

    افغانستان، بدخشان کوکنار، طالبان کوکنار، طالبان،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    طالبان د بې پیلوټه الوتکو د اسانچاري هېواد نوم نه په ډاګه کوي

    کوبها نیوزحمل ۱۲, ۱۴۰۳

    طالبانو حج ته د تلونکو حاجیانو لګښتونه اعلان کړل

    کوبها نیوزحمل ۷, ۱۴۰۳

    د اسلامي همکاریو سازمان طالبان د ښځو حقونو اعادې ته هڅوي

    کوبها نیوزثور ۱, ۱۴۰۳

    پر کتابونو بندیزونه: د مونوګراف او تیزس لیکلو علمي منابع محدود شوي

    کوبها نیوزحمل ۱۲, ۱۴۰۳

    چین افغانستان ته د یوه کمربند او یوې لارې په پروژه کې د ګډون بلنه ورکړه

    کوبها نیوزحمل ۳۰, ۱۴۰۳

    سپينه‌ماڼۍ: امریکا له اسراییلو سره په غزه کې د لنډمهالي اوربند په اړه خبري کوي

    کوبها نیوزحوت ۱۳, ۱۴۰۲

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.