Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    دوشنبه, ۱۹ جوزا, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»طالبانو دهند حکومت ته یو محصل د افغانستان د قونسل په توګه وړاندیز کړی دی

    طالبانو دهند حکومت ته یو محصل د افغانستان د قونسل په توګه وړاندیز کړی دی

    په هند کې د افغانستان سفارت ډیپلوماټیک فعالیت له ۲۰۲۱ کال راهیسې ځنډول شوی، خو د ذکیې وردګ له استعفا وروسته په ممبۍ کې د افغانستان د کونسلګرۍ کونسلی چاری له تېرې اوونۍ راهیسې بندی دی.
    کوبها نیوزکوبها نیوزثور ۲۱, ۱۴۰۳03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    A security officer walks outside the Afghan Embassy in New Delhi on September 30, 2023. | Photo Credit: AP
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    نوی ډیلی (کوبها نیوز) له یوې اونۍ راهیسې د طالبانو حکومت یو ځل بیا په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت او په ممبۍ کې د کونسلګرۍ د کنټرول لپاره هڅې پیل کړي دي.

    د هند په بهرنیو چارو وزارت کې سرچینو د هندو (The Hindu) ورځپاڼې ته ویلي چې د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت یو افغان محصل چې د جنوبي اسیا (South Asian University) په پوهنتون کې د دوکتورا په زده کړو بوخت دي، د هند بهرنیو چارو وزارت ته په ممبۍ ښار کې د افغانستان د قونسلګرۍ د سرپرست په توګه وړاندیز کړی دی.

    People are seen outside the Afghanistan embassy in New Delhi, India, September 29, 2023. REUTERS/Anushree Fadnavis/File photo Purchase Licensing Rights

    په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولی سرپرست، نصیر احمد فایق، ده هندو ورځپاڼې ته ویلی: “تر ​​هغو چې د افغانانو غوښتنې نه وي منل شوي، له طالبانو سره د هېوادونو اړیکې باید عادي نه شي او حکومت یې په رسمیت ونه پېژندل شي. نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د یو ټول شموله نظام په جوړولو تمرکز وکړي چې د خلکو په اراده، عدالت او د قانون پر بنسټ رامنځته شوي وي.”

    په ممبۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ فعالیتونه تېره اوونۍ وروسته له هغه له ستونزو سره مخ شول چې په هند کې د افغانستان د سفارت شارژدافیره او د ممبۍ د قونسلګرۍ سرپرسته، ذکیه وردګ د هند د سرحدي پولیسو له خوا په ناقانونه توګه د ۲۵ کیلو ګرامو سرو زرو په قاچاق تورنه شوه او له خپلې دندې استعفا وکړه.

    د تېر کال په مې میاشت کې کله چې په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت سرپرست فرید ماموندزي د سفارت د کارکوونکو تر منځ د اختلافاتو له امله له خپلې دندې استعفا وکړه، هغه مهال هم طالبانو هڅه وکړه چې هند قانع کړي چې د دوی استازی ومني خو د هند بهرنیو چارو وزارت یې غوښتنه رد کړه.

    اوس مهال په ممبۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ په هند کې ۲۵۰۰۰ افغانانو ته قونسلۍ خدمتونه وړاندې کوي، خو په ممبۍ او حیدراباد کې د افغانستان سفارت او قونسلګریو راتلونکی برخلیک معلوم نه دی.

    په جینیوا کې د افغانستان سفارت يوه کارکوونکي کوبها نيوز ته وويل چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ډيپلوماتانو د همغږۍ شورا په درېيمه کلنۍ غونډه کې چې د مې په اوومه د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې جوړه شوې وه، د پخوانی حکومت سفيرانو پرېکړه وکړه په د هند حکومت ته د یوه لیک په استولو سره به تری وغواړی چې په هند کې د سفارت دې طالبانو ته تسلیم نه کړي.

    دغه سرچینه وايي، په دی ناسته کې پریکړه وشوه چې که هند موافقه وکړي، دوی به په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولي یو ډیپلومات په هند کې د افغانستان د سفارت او په ممبۍ او حیدراباد کې د افغانستان د قونسلګریو د سرپرست په توګه ور معرفي کړي.

    د ۲۰۲۲ کال په جون کې په کابل کې د هند د سفارت له پرانستلو وروسته، هند یو شارژدافیر د دغه سفارت د سرپرست په توګه وټاکه او په دې توګه نوی ډیلی د طالبانو له حکومت سره په منظم ډول تماس کې دی.

    د افغانستان، پاکستان او ایران لپاره د هند د بهرنیو چارو د وزارت سکرتر، جې پي سینګ هم د روان کال په مارچ میاشت کې کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره وکتل.

    افغانستان، حکومت سقوط، طالبان، طالبانو سره تعامل،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    د انجونو د ښوونځیو تړل کېدو ۹۰۰ ورځې پوره شوې

    کوبها نیوزحوت ۱۶, ۱۴۰۲

    امریکا کې میشت افغانان: د اختر په لمانځلو کې زموږ دود د نورو مسلمانانو لپاره بیلګه دی

    کوبها نیوزحمل ۲۴, ۱۴۰۳

    د ایفون په کپچر تڼۍ کې نوي سهولتونه رامنځته کیږي

    کوبها نیوزحوت ۲۱, ۱۴۰۲

    پاکستان د جون تر ۳۰مې د افغان کډوالو (PoR) کارتونه تمدید کړل

    کوبها نیوزثور ۷, ۱۴۰۳

    پاکستان ته یوه میاشت کې درې میلیارد ډالره پاکستانیانو استولي

    کوبها نیوزحمل ۲۳, ۱۴۰۳

    خلیلزاد: بایډن طالبانو ته د شرطونو په نه ایښودلو سره د سولې خبرې ناکامه کړې

    کوبها نیوزثور ۱۳, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.