Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»طالبان د رئیسانو ترکچې ګومارنې په روابطو او مکتوبونو کوي

    طالبان د رئیسانو ترکچې ګومارنې په روابطو او مکتوبونو کوي

    "د طالبانو حکومتي ادارو کې د هغو کسانو ګومارنې ته لومړيتوب ورکول کیږي، چې د دوی په خبره «جهاد» کې یې برخه اخستي وي او د جګړې د وخت یو ثبوت له ځانه سره ولري. " ( پخواني مامورین)
    کوبها نیوزکوبها نیوزثور ۱۲, ۱۴۰۳03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    کابل(کوبها نیوز)— د طالبانو حکومت کې روابط پر ضوابطو حاکم شوي او په لوړه کچه ګومارنې د پېژندګلوۍ، روابطو او مکتوبونو پر اساس ترسره کیږي.

    د طالبانو په حکومت کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط کوبها نیوز ته وویل، چې دا مهال د وړتیا په نوم څه نشته او ګورمانې او انفکاک ټول سلیقوي او د روابطو او پېژندګلوۍ پراساس ترسره کیږي.

    دغې سرچینې وویل چې، « په حکومت کې د شایسته سالارۍ په نوم څه نشته، وزیران او جګپوړي طالب چارواکي له مامورینو نیولې، تر مدیرانو او حتی رئیسانو پورې کسان د روابطو او عادي مکتوبونو په اساس ګوماري او منفک کوي یې.»

    سرچینه وايي، د طالبانو حکومتي ادارو کې د هغو کسانو ګومارنې ته لومړيتوب ورکول کیږي، چې د دوی په خبره «جهاد» کې یې برخه اخستي وي او د جګړې د وخت یو ثبوت له ځانه سره ولري. « زموږ ریاست کې یو کس د دندې لپاره راغلی و، زموږ د دفتر مسوول طالب چارواکي پرته له دې، چې د مسلک، تعلیم کچې او وړتیاوو پوښتنه وکړي له هغه وپوښتل چې ایا جهاد کې دې برخه اخستې که نه؟ ایا دسې سند لرې چې ثابته کړي تا جهاد کړی؟»

    د چارو شنونکي وايي چې د طالبانو حکومت کې د روابطو، پېژندګلوۍ او سلیقې په اساس د کسانو ګومارنې او برطرفۍ ددې سبب کیږي، چې دوی ته پاتې شوی اداري سیستم له بنبست سره مخ شي او که راتلونکي کې هر بل نظام راځي هرڅه به له سره جوړوي.

    د کابل ښاروالۍ د یوې برخې پخواني مسوول کوبها نیوز ته وویل چې په کابل ښاروالۍ او ناحیو کې دده په شمول پخواني مامورین یوازې د اداري چارو د سمون لپاره ساتل شوي او ډېر وخت په داسې چارو مامور کیږي، چې ددوی د دندو د لایحو خلاف دي. هغه وایي، “په لومړیو کې زموږ خبرو ته غوږ نیول کېده، ځکه زموږ رییس غوښتل په اداري کار بلد شي، خو اوس چې نوي مامورین په کار یوڅه بلد شوي، ماته ډېر وخت د میز پر سر د کاغذونو او فورمو د ټولولو او سمولو دنده را سپاري”.

    دغه پخوانی مامور وایي، چې ډېره وړه نیوکه او د نویو امرانو له اوامرو سره نا همغږي د پخوانیو مامورینو د انفکاک سبب ګرځي.

    خو د طالبانو ویاند او نورو طالب چارواکو تل په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې دوی ته وړتیاوې لومړیتوب لري او په حکومت کې یې هیڅ ډول سلیقوي ګومارنې لو انفکاک نه دي ترسره شوي.

    څه موده وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وویل، چې د دوی حکومت کې د رئیسانو او مدیرانو ترکچې ۹۰ سلنه مامورین د پخواني نظام دي او په نورمال ډول خپل معاشونه ترلاسه کوي.

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    د ناسا ځیرکې څرخکې خپل ماموریت پای ته ورساوه

    کوبها نیوزدلو ۲۱, ۱۴۰۲

    د پیسو پر لیږد محدودیت په افغانستان کې انلاین سوداګرۍ له خنډ سره مخ کړې

    کوبها نیوزثور ۱, ۱۴۰۳

    چین افغانستان ته د یوه کمربند او یوې لارې په پروژه کې د ګډون بلنه ورکړه

    کوبها نیوزحمل ۳۰, ۱۴۰۳

    قزاقستان او افغانستان د ریل پټلې د نوې شبکې پر جوړولو خبرې کړې دي

    کوبها نیوزثور ۵, ۱۴۰۳

    روسیې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر ته د مسکو د سفر بلنه ور کړې

    کوبها نیوزثور ۴, ۱۴۰۳

    د اسلامي همکاریو سازمان له طالبانو سره د خبرو لپاره رغنده چلند مهم بللی

    کوبها نیوزثور ۱۶, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.