Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    دوشنبه, ۱۹ جوزا, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»طالبان له جرمنی غواړي په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي

    طالبان له جرمنی غواړي په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي

    دوبې چې له کابل نه تر راستنېدو وروسته یې د افغانستان د وضعيت په تړاو د جرمني د پارلمان د سوسيال دموکرات گوند، غړو ته معلومات ورکول، وویل چې افغانان او په کابل کې واکمن پر جرمني ډېر باور لري.
    کوبها نیوزکوبها نیوزحوت ۲۵, ۱۴۰۲03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    برلین (کوبها نیوز) – د جرمني د نړیوالې همکارۍ دولتي سازمان (GIZ) یو پخوانی چارواکی هانس هرمن دوبې وايي، طالبان په مساوي شرایطو او له فشار پرته خبرو اترو له لارې بدلون ته چمتو دي او غواړي برلین په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

    تېره اوونۍ دوبې په خپل شخصي لګښت کابل ته سفر وکړ او د طالبانو د کابینې له اتو وزیرانو سره یې په ناستو کې برخه واخسته.

    د جرمني د RND د څېړنيزې ډلې رییس او د کړکېچ خبريال کان مري ددوبې له خولې وايي، چې طالبان له جرمني سره اړیکو ته ډېر لېواله دي او د دوی اصلي پيغام دا دی چې افغانستان بېرته په خوندي هېواد بدل شوی.

    په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو سازمان او نړیوالې ټولنې له خوا د ښځو په تړاو د طالبانو پر سیاستونو نیوکې کېږي، دوبې وايي چې د خپل سفر پر مهال ورته د طالبانو له خوا څو ځلې ډاډ ورکړل شوی چې ښځو ته درناوی کېږي.

    دوبې چې له کابل نه تر راستنېدو وروسته یې د افغانستان د وضعيت په تړاو د جرمني د پارلمان د سوسيال دموکرات گوند غړو ته معلومات ورکول، وویل چې افغانان او په کابل کې واکمن پر جرمني ډېر باور لري.

    هغه وايي: “دا د طبیعي زیرمو له پلوه د نړۍ ترټولو بډایه هیواد دی. طالبان موږ ته بلنه راکوي چې د دغو اومو توکو له زېرمو د عادلانه تړونونو په ترڅ کې ګټه پورته کړو. د جرمني له سیاستوالو غواړم چې څومره ژر کیږي هلته په ډیپلوماټیکو او پرمختیایي سیاستونو کې برخه واخلو. موږ نشو کولی هغه چینایانو ته پرېږدو، چې لا دمخه هلته دي.”

    Jewish Telegraphic Agency

    له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۰ کال پورې د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی برانډ میوڅلبرګ هم ورته نظر لري. هغه د جرمني د RND څیړنیزې ډلې رییس او د کړکیچ راپور ورکوونکي کان مري ته وویل: “د جرمني پالیسي باید په دې ګټو ولاړه وي چې افغانستان د چینایانو لاس ته ونه لویږي. د جرمني ارزښتونه او ګټې هغه وخت پرځای کیږي چې له طالبانو سره خبرو اترو ته کښېنو”.

    میوڅلبرګ هم په کابل کې د جرمني د سفارت د پرانستلو پلوي دی. هغه وایي، “که له ښځو سره د مساوي حقونو په برخه کې د همکارۍ هدف تعقیبوو، باید د هغه ځای له حکومت سره عملي خبرې وکړو. زموږ د انزوا پالیسي د مخالفت په دریځ کې د طالبانو له پاییدو سره مرسته کوي”.

    د کان مري په وینا، هانس هرمن دوبې باوري دی چې که نړیواله انزوا دوام وکړي، په افغانستان کې به ستونزې لاډېرې شي او په سلګونو زره بې وزله خلک به د جرمني په ګډون نورو هېوادونو ته خپاره شي.

    جرمنی سفارت، طالبان، نړیوال تعامل،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    طالب چارواکي: جوزجان کې د مهماتو یوه زېرمه کشف شوې

    کوبها نیوزحمل ۶, ۱۴۰۳

    مایکروسافټ اعلان وکړ چې د GPT-4 ټربو ماډل اوس د Copilot وړیا کاروونکو په خدمت کې دی.

    کوبها نیوزحوت ۲۳, ۱۴۰۲

    ملاهبت الله: ۲۰ کاله نور هم جګړې ته تیار یو

    کوبها نیوزحمل ۵, ۱۴۰۳

    د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس: له طالبانو سره تعامل د افغانانو پرمخ څپېړه ده.

    کوبها نیوزحوت ۲۰, ۱۴۰۲

    د م م تازه رپوټ په افغانستان کې د امنیتي پېښو ۳۸ سلنه زیاتوالی ښيي

    کوبها نیوزحوت ۱۶, ۱۴۰۲

    رسنۍ: غزه کې د مرستو پر یوې بار لارۍ هوايي برید کې نهه فلسطیني وګړي ووژل شول

    کوبها نیوزحوت ۱۴, ۱۴۰۲

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.