کوبهار(۱۰حمل ۱۴۰۳)
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي د ط.ــــا لبانو له زندانه د امریکایي تبعه د خلاصون لپاره به هر هغه هڅه وکړي چې په توان کې یې وي.
ددغه امریکایي تبعه د ازادولو په تړاو د امریکا کانګریس د بهرنیو اړیکو کمېټې رئیس ترغوښتنې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د رایان کوربت د ازادولو په تړاو د خپلو هڅو خبر ورکوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر د پنجشنبه په ورځ ناوخته خبریالانو ته وویل، چې دغه امریکايي وګړی او همکاران یي په افغانستان په ناحقه نیول شوي او زنداني شوي دي.
نوموړی وايي: « هغه څه چې کولی شو د دولت په توګه خپلو خلکو ته ووایو دادي چې موږ هره ورځ هڅه کوو، څو رایان کوربت خپل کور ته را وګرځوو.»
نوموړی همداراز وایي، چې امریکا د ط.ــــالبانو حکومت له چارواکو سره له قید و شرط پرته د رایان کوربت او د هغه همکارانو د ازادولو په تړاو هڅې پيل کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي ط.ــــالبانو ته یې روښانه کړې چې دا ډول پېښې د مثبت تعامل مخه نیولی شي، خو نوموړي ټینګار وکړ، چې امریکا به د یادو کسانو د ازادولو لپاره له خپلو ټولو هڅو استفاده وکړي.
تېره ورځ د امریکا د بهرنیو اړیکو کمېټې رئیس هم له امریکايي چارواکو وغوښتل څو د یاد امریکايي تبعه او د هغه همکاارانو د ازادولو په تړاو هر څه ژر اقدام وکړي.
خو تردې مخکې ط.ـــالبانو ویلي وو، چې یاد امریکايي تبعه یې له درې الماني او افغان همکارانو سره د دولتي ضد کړنو په تور نیولي دي.