د نایجریا حکومت اعلان کړی چې دغه هېواد له امریکا سره پوځي تړون لغو کړی دی.
د نایجریا د حکومت ویاند امادو عبدالرحمن په یوه بیان کې ویلي چې هېواد یې له امریکا سره هغه پوځي تړون لغو کړی چې د نایجریا په خاوره کې یې د پوځي حضور اجازه ورکړې وه.
د نایجیریا د حکومت په اعلامیه کې راغلي دي چې د نایجریا حکومت د خلکو هیلو او ګټو ته په پام سره او د خپلو مسوولیتونو په پوره کولو سره پریکړه وکړه چې د امریکایي سرتیرو د حضور په اړه د شوي تړون د لغو کولو پریکړه وکړي.
تردې ود نایجر په خاوره کې نور د امریکا د دفاع وزارت پرسونل او ملکي کارکوونکي نه شي ګرځېداى.