Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»رپوټونه او فیچرونه»پاکستان شمالي وزیرستان کې عملیاتو ته تیاری نیسي

    پاکستان شمالي وزیرستان کې عملیاتو ته تیاری نیسي

    "د تحریک طالبان پاکستان مختلفو ګروپونو او 'د شمالي وزیرستان د مجاهدینو شورا' په تېر ژمي کې شمالي او جنوبي وزیرستان ته پرېمانه وسله لېږدولې ده."
    کوبها نیوزکوبها نیوزثور ۲۸, ۱۴۰۳03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    میرانشاه (کوبها نیوز)— د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د ګلبهادر ډلې او تحریک طالبان پاکستان خلاف د پوځي عملیاتو لپاره تیاری نیسي.

    په میرانشاه کې سیمه ییزو سرچینو کوبها نیوز ته وویل چې په میرعلي او دته خېلو کې د حافظ ګل بهادر په مشرۍ طالبانو فعالیت په تېر یوه کال کې ډېر شوی او پوځ ته تر ټولو ډېره مرګ ژوبله دې سیمه کې رسېدلې ده.

    سرچینه وایي، د تحریک طالبان پاکستان مختلفو ګروپونو او ‘د شمالي وزیرستان د مجاهدینو شورا’ په تېر ژمي کې شمالي او جنوبي وزیرستان ته پرېمانه وسله لېږدولې ده. دغه وسلې د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته په خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د افغان طالبانو په لیکو کې جنګېدونکو پاکستاني طالبانو ته د “غنیمت” په بڼه په لاس ورغلې چې ستره برخه یې د خوست د KFC ځواکونو پرمختللې وسلې دي.

    سرچینې له نومښودنې پرته کوبها نیوز ته وویل چې د عملیاتو له وېرې ګل بهادر ډلې خپلو جنګیالیو ته سپارښتنه کړې چې د میرعلي او دته خېلو له هوارو سیمو نه غرنیو سیمو ته پر شا شي.

    پاکستان له ټي ټي پي سره د کابل د خبرو اترو وړاندیز رد کړ

    طالبانو ته یوې نږدې سرچینې کوبها نیوز ته وویل چې ټي ټي پي په پاکستان کې خپل ستر بریدونه د افغان طالبانو د فشار له امله کم کړي، خو دې ډلې د فشار د حلقې ماتولو په هدف خپل جنګیالي او مرکزونه په قبایلي سیمو کې ځای پرځای کړي دي.

    د پاکستان پوځ تېره اونۍ د شمالي وزیرستان د میرعلي تحصیل د زیړ غر شاوخوا پوستې تخلیه کړې او لامل یې ظاهرا دغو پوستو ته پر اکمالاتي موټرو د پاکستاني طالبانو پرله پسې بریدونه ګڼل کیږي.

    د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې په یوازې سر د پوځي عملیاتو جوګه نه دی، له همدې امله ددغه هېواد لوی درستیز متحده ایالاتو او سعودي عربستان ته پرله پسې سفرونه وکړل چې په کوردننه یاغي ډلو پر وړاندې عملیاتو کې ددغو دوو هېوادونو مرسته ترلاسه کړي.

    د چارو شنونکي وایي، بهرني جنګیالي په ځانګړې توګه القاعده شبکه او د هغې د برصغیر څانګه غواړي د ټي ټي پي د ملاتړ له لارې بېرته شمالي او جنوبي وزیرستان ته ستانه شي، له همدې امله اسلام اباد غواړي واشنګټن په نوي شکل بېرته په سیمه کې ښکیل کړي.

    د چارشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند یوې خبري ناستې ته وویل چې واشنګټن او اسلام اباد پر ډیورنډ کرښه او خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ خلاف د تخنیکي مرستو او نورو اړوندو مسایلو په تړاو توافق کړی.

    ودانت پټیل وویل” موږ نن له پاکستان سره له نویو ګواښونو او په ځانګړې توګه ترهګریزو فعالیتونو او اندېښمنوونکو ډلو په اړه خپله دوه اړخیزه اراده تایید کړه، داسې چې نه یوازې پاکستان بلکې هغه سیمه کې هم د پلیتابه وړ ده چې دواړه پکې عمل کولی شي”. پټیل زیاته کړه چې دواړو هېوادونو د تروریستي ډلو د مخنیوي، د بمي چاودنو پر ضد څیړنو، د پاکستان په لویدیځه پوله ( ډیورنډ کرښه) کې تخنیکي مرستو او نورو مسایلو په اړه هم توافق کړی.

    دغه توافق پاکستان ته د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سینټکام د قوماندان جنرال مایکل ایریک کوریلا د سفر پرمهال شوی.

    واشنګټن او اسلام اباد له داعش او پاکستاني طالبانو سره د مبارزې پر څرنګوالي خبرې کړي

    شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو احتمال داسې مهال دی چې د ۲۰۱۴ کال د ضرب عضب عملیاتو نتیجه کې په سلګونو زره خلک بې ځایه شول، خو له افراطي ډلو د پاکستان د حمایې د سیاستونو له امله د ترهګرۍ څپې ورسره کمې نه شوې.

    پاکستانی طالبانُ طالبان، طالبانو سره تعامل،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    حکمت‌یار: افغانان فکر کوي چې امریکایي ډالري كڅوړي د هیواد د فضا پیرلو بیه ده

    کوبها نیوزحمل ۲۳, ۱۴۰۳

    حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي

    کوبها نیوزجوزا ۲۷, ۱۴۰۳

    روسیې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر ته د مسکو د سفر بلنه ور کړې

    کوبها نیوزثور ۴, ۱۴۰۳

    خبریالانو مرکز: افغانستان کې د رسنیو ازادۍ وضعیت اندېښمنوونکی دی

    کوبها نیوزحوت ۲۷, ۱۴۰۲

    ګوترش: منځنی ختیځ د بشپړې ویجاړوونکې جګړې له خطر سره مخ دی

    کوبها نیوزحمل ۲۷, ۱۴۰۳

    نایجریا له امریکا سره پوځي تړون لغوه کړ

    کوبها نیوزحوت ۲۷, ۱۴۰۲

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.