اسلام اباد( کوبهانیوز)- پاکستان له ټي ټي پي سره د افغان طالبانو د خبرو وړاندیز رد کړ او پر کابل یې غږ وکړ چې د هغو وسله والو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي چې له افغانستان نه فعالیت کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د اوونیزې خبري غونډې پر مهال خبریالانو ته وویل، پاکستان له یوه ترهګریز سازمان TTP سره خبرې نه کوي. “زه به هغه څه تکرار کړم چې موږ په تیرو وختونو کې ویلي دي”.
د طالبانو د کورنیو چارو مرستیال وزیر محمد نبي عمري د چهارشنبې په ورځ له اسلام اباد او تحریک طالبان پاکستان څخه وغوښتل چې خپلمنځي شخړه د حبرو اترو له لارې اواره کړي.
بلوڅ پر طالب حکومت غږ وکړ چې “د وسله والو ډلو او د هغوی د مشرتابه پر ضد دې پاکستان کې د ترهګریزو کړنو له امله اقدام وکړي.”
مېرمن بلوچ وويل، چې د پاکستان د قانون پلي کوونکې ادارې د اورپکو ډلو پر ضد په ځانګړې توګه په شانګله کې د چینایانو پر موټر د بریکوونکو پر ضد د ګام پورته کولو په حال کې دي.