کابل (کوبها نیوز) – د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د ځینو هغو کتابونو پر چاپ، واردولو او پلورلو څه کم درې میاشتې تېرېږي چې طالبان یې د افغانانو د ارزښتونو خلاف ګڼي.
اوس يو شمېر هغه محصلين چې د تحصيل په وروستي سمستر کې دي او د ليسانس د مونوګراف او د ماسټرۍ تیزس په ليکلو بوخت دي، له کوبها نيوز سره په خبرو کې د خپلو تحصیلي څیړنو د ليکلو لپاره علمي سرچينو ته له نه لاسرسي شکايت کوي.
په کابل کې د یوه شخصي پوهنتون د قضاء او څارنوالۍ د ماسټرۍ دورې محصل، قيام حبيبي کوبها نیوز ته وويل، هغه سرچينې چې په تېر سمستر کې يې لارښود استاد ته په خپل پروپوزل کې وړانديز کړې وې، اوس په کتاب پلورنځيو کې نشته.
“زما د تیزس موضوع (په افغانستان کې د شل کلنې جګړې جرمي قضیې) دي. اوس زه د خپل تیزس د لیکلو لپاره کتابونو او څیړنیزو علمي سرچینو ته اړتیا لرم، خو هغه کتابونه چې په افغانستان کې د تیرو شلو کلونو جګړې په اړه بحث کوي د افغانستان له کتاب پلورنځیو او کتابتونونو راټول شوي، تاسې د انټرنیټ پر ستونزه خبر یئ، اوس زما د تیزس پروپوزل د استاد له خوا تایید شوی او د بدلولو لپاره یې کافي وخت نشته. موږ واقعا په ستونزه کې یو.”
هغه کتابونه چې د طالبانو د حکومت اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له کتاب پلورنځیو او کتابتونونو راټول کړي دي، د جګړې او سولې، ډیموکراسۍ، دولت جوړونې او تاریخ اړوند مسایل پکې شامل دي او پر دې سربېره، طالبانو د ۷۸ نورو کتابونو نوملړ کتاب پلورونکو ته سپارلی او سپارښتنه یې ورته کړې، چې واردات او پلور یې منع دی.
د کابل په جوی شیر سیمه کې یوه کتاب پلورونکي، مسیح جانباز کوبها نیوز ته وویل چې پر کتابونو له بندیز سره د دوی د کتابونو پلور هم کم شوی دی.
“په افغانستان کې د مطالعې فرهنګ وده نه ده کړې، پخوا چې د کتابونو په خپرولو او خرڅلاو محدودیت نه و، زموږ د کتاب ډیری پیرونکی زده کوونکي وو، ځکه دوی د مونوګرافونو او تیزسونو لیکلو لپاره کتابونه اخیستل. اوس چې د ځینو کتابونو پر چاپ او پلورلو بنديز لګېدلی او زموږ له کتاب پلورنځیو يې لسګونه عنوانه کتابونه ټول کړي، زموږ خرڅلاو کم شوی. که په ورځ کې يو يا دوه کتابونه وپلورو، هغه هم ديني کتابونه دي او یا هم قران کريم.”
له ۲۰۰۷ کال راهیسې د دولتي پوهنتونونو په تحصیلي نصاب کې د نسبي بدلون او د خصوصي پوهنتونونو له جوړېدو سره په تحصیلي ډګر کې د سیالۍ له رامنځته کېدو سره، د ځوانانو تر منځ د مطالعې فرهنګ وده موندلې وه.
په دې موده کې د پخوانیو لیکوالانو له خوا د لسګونو علمي کتابونو د لیکلو تر څنګ، ځوانو محصلینو هم له دغو داخلي اثارو او د بهرنیو لیکوالانو له علمي اثارو څخه په استفادې سره، علمي محتوا لرونکي مونوګرافونه او تیزسونه ولیکل او اوس دا علمي اثار په لوړو زده کړو وزارت کې موجود دي.
څیړونکی او لیکوال، حفیظ همیم کوبها نیوز ته وویل، څومره چې کتابونو ته لاسرسی محدودیږي، د علمي اثارو لیکل به هم کم شي او کتابونو ته د ځوانانو د لاسرسي په کمیدو سره به علمي څیړنو ته د راتلونکو نسلونو لاسرسی کم شي او دا به د ذهني ودې او د ځوانانو د شعور سطحې ښکته کیدو لامل شي:
“موږ له پخوا داسې محدود کتابونه درلودل چې په علمي میتود لیکل شوي وي، خو اوس پر دغه ډول کتابونو د بندیزونو په لګولو سره د دې ډول علمي کتابونو لپاره ساحه نوره هم تنګېږي، په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره چې د افغانستان په داخل کې څېړنې کوي، په بهرنیو ژبو هم نه پوهیږي، که ورسره اشنا هم وي، په عامو بهرنیو ژبو علمي کتابونه افغانستان ته لږ واردیږي.”
په تېرو شلو کلونو کې د سواد د کچې له لوړېدو او په دولتي او خصوصي ادارو کې د کاري فرصتونو په رامنځ ته کیدو سره، لوړو زده کړو ته د ځوانانو لېوالتيا هم زياته شوې وه. ځوانان لیواله وو چې د جګړې او سولې، دولت جوړونې، اقتصاد او مدیریت برخو کې لوړې زده کړې او څیړنې وکړي، خو اوس یوځل بیا د افغانستان بازارونه د طالبانو د ذوق مطابق کتابونو نه ډک شوي او د متفاوتو او نویو اثارو د تخلیق مخه یې ډب کړې ده.