کابل(کوبهانیوز)- د طالبانو د سوداګرۍ وزارت وایي، د پاکستان له سوداګریز پلاوي سره پر مهمو دوه اړخیزو تجارتي مسایلو هوکړې ته رسېدلی.
دغه وزارت په دې تړاو خپره کړې اعلامیه کې وایي، چې په دوه ورځنيو خبرو اترو کې له سياست څخه د تجارت پر جلاوالي، د دواړو هېوادونو د وگړو د ګټو په پام کې نیولو سره له خنډونو پرته پر سوداگريزو، ترانزيټي اړیکو ټينگار شوی.
د طالبانو د سوداګرۍ وزارت وایي، له پاکستاني پلاوي سره د اپټا تړون په اړه خبرې شوې او پـه دوو مياشتو کې به دغه تړون نهايي شي. د یاد وزارت په وینا، دواړو خواوو هوکړه کړې چې پاکستانی لوری به په راتلونکو شپږو مياشتو کې د کراچۍ په بندر کې له نړيوالو کانتینرونو څخه سیمه ییزو کانتینرونو (CROSS – STUFFING) ته د مالونو انتقال اسانتياوې برابرې کړي.
اعلامیه وایي، “د ترجيحي سوداگرۍ اړوند هوکړه وشوه، چې له دواړو لوریو به هغو ۱۰ قلمه صادراتي اموالو ته چې ۸ قلمه يې کرنیز او دوه یې صنعتي دي، تعرفوي ترجيحات ورکول کېږي.”
طالب چارواکي وایي، د ازمايښتي دورې په ډول د يو کال لپاره د لاریو د تگ راتگ موقت آزاد سند باندې هوکړه شوې، چې د روان کال له مې میاشتې څه به تطبیقېږي.
“د دواړو هېوادونو د هوايي ډگرونو له لارې د ترانزیټ په ډول (MULTI-MODAL AIR TRANSIT) د مالونو د انتقال په برخه کې هوکړه وشوه، چې راتلونکو دوو مياشتو کې به پیل شي. د افغانستان د ترانزيتي توکو په اړه د پاکستان د وروستيو اقداماتو په لړ کې هوکړه وشوه چې د یوې اونۍ په اوږدو کې بايد د بانکي گرنټي الزامي والي لرې شي او د تېر په څېر پر بیمې اکتفا وشي”.
په دې هوکړه لیک کې دواړه لوري د جنس پر جنس تجارت (بارټر) څخه منصرف او د بانکي اړيکو د ايجاد او پراختیا په اړه توافق ته رسېدلي.
د پاکستان دغه دغه جګپوړي پلاوي سفر د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداگرۍ وزارت په رسمي بلنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداگريزو او ټرانزيټي اړيکو د ټينگښت په موخه ترسره شوی و.