Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    یکشنبه, ۲۴ حوت, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»تجارت»پاکستان ته یوه میاشت کې درې میلیارد ډالره پاکستانیانو استولي

    پاکستان ته یوه میاشت کې درې میلیارد ډالره پاکستانیانو استولي

    د پاکستان دولتي بانک په خپل وروستي رپوټ کې ویلي چې په وروستیو ۹ میاشتو کې پاکستان ته ۲۱ میلیارد ډالره پاکستاني کارګرو له بهره وراستولي چې د پاکستان په اوسني کړکیچن اقتصادي وضیعیت کې خورا ډیرې پیسې دي او داسې هیلې ورسره زیږیدلې چې د پا کستان اقتصادي بیړۍ به له ډوبیدو وژغوري.
    کوبها نیوزکوبها نیوزحمل ۲۳, ۱۴۰۳03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    A trader holds a placard reading 'prevent unemployment from rising' during a protest at a street in Karachi on August 23, 2023, against the surge in petrol and electricity prices as Pakistan endures soaring inflation. (AFP/File)
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    اسلام اباد (کوبها نیوز)- پاکستان په خوښۍ سره اعلان وکړ چې درې میلیارده ډالره یوازې په تیره یوه میلادي میاشت کې له بهرنیو هیوادونو پاکستانیانو خپلو کورنیو ته استولي دي.

    د پاکستان مرکزي بانک وايي چې دا ددغه هیواد په تاریخ کې یو نوی ریکارډ دی. د پاکستان دولتي بانک ویلي چې په وروستیو کې هره میاشت څه باندې ۳۰ په سلو کې د استول شویو پیسو په کچه کې زیاتوالی راغلی چې په کلني ډول دغه کچه څه باندې ۱۶ په سلو کې زیاته شوې.

    د پاکستان دولتي بانک په خپل وروستي رپوټ کې ویلي چې په وروستیو ۹ میاشتو کې پاکستان ته ۲۱ میلیارد ډالره پاکستاني کارګرو له بهره وراستولي چې د پاکستان په اوسني کړکیچن اقتصادي وضیعیت کې خورا ډیرې پیسې دي او داسې هیلې ورسره زیږیدلې چې د پا کستان اقتصادي بیړۍ به له ډوبیدو وژغوري.

    په تیرمارچ کې پاکستان ته په استول شویو درې میلیارد ډالرو کې لویه برخه یې له سعودي څخه پاکستاني کارګرو کورونو ته استولي چې څه باندې ۷۰۰ میلیون ډالرو ته رسیږي. ورپسې نژدې پنځه نیم سوه میلیون ډالره له عرب اماراتو، څه باندې ۴۶۱ میلیون ډالره له بریتانیې او څه باندې ۳۷۲ میلیون ډالره له امریکا پاکستان ته پاکستاني کارګرو استولي دي.

    دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لومړي وزیر له سعودي څخه په لیدنه کې د نور پور او پاکستاني کارګرو ته د نورو ویزو غوښتنه وکړه. د شمیرو ترمخه څه باندې دوه میلیونه پاکستانیان په سعودي کې په کار بوخت دي.

    پاکستان کې دا مهال د بې وزلۍ کچه ۴۰ په سلو ته لوړه شوې او په وروستیو پنځو کلونو کې پاکستانۍ کرنسۍ ۹۶ په سلو کې ارزښت له لاسه ورکړی چې ورسره ددغه هیواد اقتصاد د پاشل کیدو درشل ته رسیدلی او دغه هیواد یې د پورونو د بیرته ورکړې له وړتیا ویستلی دی.

    د پاکستان کراچی ښار کې یو دکاندار پیسی شماری، May 16, 2019. (AFP)

    د رپوټونو له مخې، د انفلاسیون کچه نژدې ۳۰ په سلو  کې لوړه شوې چې له بهره د ور استول کیدونکو پیسو او مصرفوونکو کورنیو لپاره ښه خبر دی.  پر اسلام اباد د بهرنیو پورونو کچه ۸۷ میلیارد ډالرو ته رسیدلې چې باید په راتلونکو دوو میاشتو کې اته میلیارد ډالره پور بیرته ادا کړي.

    د اقتصادي چارو شنونکي وایي، په پورونو او انفلاسیون کې ډوب پاکستان اوس د خپل نژدې اتیا کلن عمر په خورا بد وضیعت کې دی چې هیڅ هیواد یې له ډوبیدو نشي ژوغورلی.

    پاکستان ته د پیسو لیږل، د پاکستان اقتصاد،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    پاکستان ۱۰۳ افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړل

    کوبها نیوزحمل ۲۷, ۱۴۰۳

    د اسلامي همکاریو سازمان له طالبانو سره د خبرو لپاره رغنده چلند مهم بللی

    کوبها نیوزثور ۱۶, ۱۴۰۳

    کابل کې د شخصي یونیفورم لرونکو کسانو له خوا د خلکو تلاشي کېدل

    کوبها نیوزحمل ۲۸, ۱۴۰۳

    قزاقستان او افغانستان د ریل پټلې د نوې شبکې پر جوړولو خبرې کړې دي

    کوبها نیوزثور ۵, ۱۴۰۳

    د اتریش د کورنیو چارو وزیر:  له اروپايي ټولنې دې افغانستان او سوریې ته د کډوالو اخراج بېرته پیل شي

    کوبها نیوزحوت ۱۴, ۱۴۰۲

    د طالبانو د عدلیې وزارت: د کابل بګرامیو کې ۱۱۴۵ جریبه غصب شوې ځمکه را وګرځول شوه

    کوبها نیوزحوت ۲۳, ۱۴۰۲

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.